Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان: د امریکې استازي او طالب ډله د اوربند په لور درومي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي چې امریکايي استازي او طالب ډله د اوربند په لور روانه ده.

بلخوا د پاکستان لومړنی وزیر عمران خان ټينګار کوي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره، اسلام اباد هڅه کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمښت د منلو وړ نه بولي، د پاکستان لومړی وزیر د جرمني له ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې وایي د امریکا استازي له طالبانو سره د اوربند په لور درومي.

ښاغلي خان زیاته کړه:«له هغه ځایه چې زه پوهېږم، دوی یعنې امریکا او طالبان د یوه اوربند په لور ځي او موږ هیله من یوو چې دا کار وشي.»

د رپوټونو له مخې طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت طرحه د امریکا استازو ته سپارلې خو کابل وایي دا طرحه روښانه نه ده او پر اوربند ټینګار لري.

د ولسي جرګې غړی محمد صادق قادري په دې اړه وايي:«طالبان باید د تاوتریخوالي له کموالي یو څرګند تعریف ولري څو افغان دولت هغه ومني، که چېرې مشخص تعریف نه وي او مبهم وي، فکر نه کوم چې پایلې ته ورسېږي او معنا به ونه لري.»

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر هم څرګندوي:«د تاوتریخوالي کچه یا د تاوتریخوالي کموالی باید معیار ولري چې څومره او ترکومه بریده.»

په داسې حال کې چې طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې د لنډ مهالي تاوتریخوالي د کمښت په اړه د طالب او امریکايي استازو ترمنځ سلامشورې پایلې ته رسېدلي؛ خو دواړه لوري د دې په اړه چې د سولې له هوکړې وروسته د تاوتریخوالي کچه څه ډول ټيټه وساتل شي چې اوربند ته زمینه برابره شي، تراوسه هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال جلال الدین شینواری وايي:«هیله من یوو چې د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي، که چېرې نوې ستونزې رامنځته شي په اغلب ګومان په فبروۍ او مارچ میاشت کې به لاسلیک شي.»

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیک احتمال له پخوا زیات شوی، د سوېلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز د افغان سولې بهیر او دوه اړخیزو مسلو په اړه د خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته تللې ده.

شریک یي کړئ