Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان: د قطر خبرو اترو زمینه پاکستان برابره کړې

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي چې قطر کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ د خبرو اترو زمینه پاکستان برابره کړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر چې د پنجنشنبې په ورځ (د کب په ۹ مه) د پاکستان په پارلمان کې خبرې کولې وویل چې د لومړي ځل لپاره د خبرو اترو له لارې افغانستان کې د سولې فرصت رامنځته شوی دی.

عمران خان په دې اړه وویل:«دلته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه یوه مسله موجوده ده. د لومړي ځل لپاره د خبرو اترو له لارې افغانستان او پاکستان کې د سولې موکه رامنځته شوې. موږ ډېره هڅه کوو او دا زموږ د هڅې پایله ده چې اوس په قطر کې خبرې جریان لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو د درې وروځ لپاره (د کب له ۶ تر ۹ مې) په قطر کې ترسره شوې.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد د دغې درې ورځینۍ غونډې له پای وروسته، په خپل ټوېټر پاڼه ولیکل چې دا خبرې اترې جوړونکې وې.

ښاغلي خلیل‎زاد زیاته کړه چې کرار کرار خو پایداره ګام پورته کوي څو دواړه لوري یو بل ښه درک کړي څو بالاخره یوې تلپاتې سولې ته ورسېږو.

هغه زیاته کړه:«جوړونکې غونډې وې. موږ د یو بل درک په درشل کې کرار او پایداره ګام اخیستو او تلپاتې سولې ته تر رسېدو دوام ورکوو.»

د افغانستان لپاره ځانګړي استازي وویل چې ټاکل شوې ده دا خبرې اترې د شنبې په ورځ بېرته له سره پيل شي. د هغه په وینا په دې دوه ورځو کې مذاکره کوونکي لوري خپلې داخلي خبرې اترې به ولري.

په داسې حال کې ده چې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو د درې وروځ لپاره (د کب له ۶ تر ۹ مې) په قطر کې ترسره شوې.

شریک یي کړئ