Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني، وردګ او فاریاب کې په درې جلا پېښو کې ۱۳ مُلکیان وژل شوي

په میدان وردګو، غزني او فاریاب ولایتونو کې په درې جلا پېښو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

په میدان وردګو ولایت کې د هاوان لګېدو په پایله کې د یوې کورنۍ درې تنه غړي وژل شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند محب الله شریف زی طلوع نیوز ته وايي چې دغه پېښه د سید اباد ولسوالۍ په سلطان خېلو کلي کې شوې چې یو پلار له خپلو دوو زامنو سره وژل شوی دی.

له غزني ولایت څخه هم خبر رارسېدی چې د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وايي چې دغه پېښه د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې پر یوه فلانکوچ ډوله موټر شوې چې ۶ تنه مُلکیان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

بلخوا به فاریاب ولایت کې یوه کس خپله مېرمن، دوه لوڼې او یو زوی په چاکو سره وژلي دي.

د فاریاب د امینه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي چې دغه پېښه د کورنیو تاوتريخوالي له امله وه چې د میمنې ښار په دویمه ناحیه کې شوې ده.

د فاریاب پولیسو دغه کس نیول او وايي چې دغه کس په نشه يي توکو روږدي دی او په دې وروستیو کې له بندخونې ازاد شوی دی.

شریک یي کړئ