Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزني دوو ولسوالیو کې له طالبانو سره د افغان ځواکونو د نښتو پیل

د غزني ولایتي شورا نن(چهارشنبې د غويی۲۶مه) په دې ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ د نښتو خبر ورکوي.

د غزني د ولایتي شورا غړی، حسن رضا یوسفي وایي، طالبانو تېره شپه د غزني پر زنه‎خان او جغتو ولسوالیو بریدونه کړي دي.

د غزني د ولایتي شورا دغه غړی ادعا کوي چې په زنه خان ولسوالۍ کې د پولیسو په ګډون ۱۳ امنیتي سرتیري وژل شوي او په جغتو ولسوالۍ کې ۹ پولیس وژل شوي او ۲۵  نور تپیان شوي دي.

د غزني امنیه قومندان دغه خبر تایید وي خو وایي له تېرې شپې راهسې تراوسه د غزني په دغو دوو ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې طالبانو ته ډېر تلفات اوښتي دي.

د غزني د امنیه قومندان په خبره په زنه خان ولسوالۍ کې ۳ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي خو په جغتو ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا د غزني د ولایتي شورا یو غړی د دغه ولایت امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بولي او وایي، د دغه ولسوالۍ امنیه قومندان تازه پر دندې ګمارل شوی او تراوسه خپل کار یې نه دی پیل کړی.

سیمه‎ييز چارواکي تائيدوي چې همدا اوس د غزني په دوو ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي

شریک یي کړئ