Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې پر امنیه قومندانۍ برید

بغلان په پلخمري ښار کې پر امنیه قومندانۍ وسله‎وال برید شوی.

برید نن(یک‎شنبې د غويي په ۱۵مه نېته) کابو دولس بجې وروسته له هغې پیل شوی چې د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ د موټر بم چاودنه شوې.

له سیمې د راپورونو له مخې پر امنیه قومندانۍ له چاودېدونکو توکو ډک موټر له چاودنې وروسته ودانۍ ته د نورو بریدګرو زمینه برابره شوې او اوس مهال له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي ځانمرګی برید تاییدوي.

سیمه ییز چارواکي وايي تر اوسه پورې له دېرشو زیات کسان ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي تر اوسه پورې دوه بریدګر وژل شوي او پاتې نور یې د افغان ځواکونو لخوا کلابند شوي دي.

طالبانو د برید مسوولیت منلی.

بغلان کې پر امنیه قومندانۍ برید

برید وروسته له هغې پیل شوی چې وسله والو غرمه مهال د بغلان د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ له چاودېدونکو توکو ډک موتر ته چاودنه ورکړې

شریک یي کړئ