نن سهار (یکشنبې د چنګاښ په ۱۶مه) په قطر کې د طالب استازو، سیاستوالو، مدني ټولنې غړو ترمنځ د غونډې له پیل سره هممهاله د طالب ډلې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر ته د غزني ښار درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې چاودنه ورکړه.
د غزني ولایت ځايي چارواکي وايي چې په دغې چاودنه کې د څلورو ولسي وګړو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او کابو ۱۷۹ تنه نور ټپيان دي.
چارواکو ویلي چې د دغې پېښې ډېری ټپيان ماشومان او مېرمنې دي.
طالب ډلې ویلي چې د غزني ولایت د ملي امنیت پر ریاست یې برید کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم کله چې طالب مشران له امریکايي استازو سره په دوحه کې د سولې پر خبرو اترو بوخت وو، د دغې ډلې ځانمرګو بریدګرو کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت پر اړوند مرکز برید وکړ او د شپږو ساعتونو لپاره په جګړه ښکېل شول. په دغه برید کې کابو ۳۰ تنه ووژل شول او څه باندې سل تنه نور چې د هغوی ډېری یې ماشومان وو ټپيان شوي دي.