Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني یوې چاودنې ۱۰ تنه مُلکیان وژلي

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې په غزني ولایت کې د طالب ډلې لخوا د ځای پرځای شوي ماین چاودنې په پایله کې ۱۰ تنه مُلکیان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د صدیقي په وینا، دغه ماین پر یوه مسافر وړونکي موټر چاودلی دی.

څلور ښځې او یو ماشوم د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دي.

دغه پېښه نن سهار(جمعه د لیندۍ په ۲۲مه) هغه مهال رامتنځته شوه چې ځينې مسافر له داینکندي ولایته د غزني په لور روان وو او د هغوی د لېږد موټر د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې پر ماین برابر شو.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم دغه پېښه غندلې ده.

طالب ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غزني یوې چاودنې ۱۰ تنه مُلکیان وژلي

د ولسمشر ویاند وايي چې دغه ماین د طالبانو له خوا د غزني - دایکندي په لویې لار کې ځای پرځای شوی و.

شریک یي کړئ