غلو تېره شپه (پنجشنې، د کب په ۸مه) د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د یوه اهل هنود هېوادوال پر کور برید وکړ او شتمني یې ترې تالا کړه.
د کارته پروان سیمې اوسېدونکي وايي چې غلو د پرډیکا په نامه ښځه له چړې سره وژلې او د کابو یو مېلیون افغانیو په ارزښت د سرو زرو او همدارنګه څلور زره ډالر له ځان سره وړي دي.
د هېواد د اهل هنود د دغې میرمنې خپل خپلوان وايي د ګاوندي په غږ او زوک سره له خوبه راویښ شوي او کله چې د پرډیکا کوټې ته ولاړل د هغې له ټوټه ټوټه شوي بدن سره مخ شول.
پردیکا تیرماښام له هنده بېرته راستنه شوې وه. د هغې خپل خپلوان وايي چې وسله وال غله د حویلۍ د شا لخوا کور ته رادننه شوي او د دروازې د یوې تختې په بېلولو سره د پرډیکا کوټې ته ننوتي وو.
د دغې ښځې د کورنۍ غړي وايي د دوی د کور په شاوخوا کې څو اوسني او مخکیني دولتي چارواکي ژوند کوي او په دې برخه کې د دغه ډول پېښې رامنځته کېدل د پولیسو لپاره د شرم خبره ده.
ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.
د هېواد اهل هنود او سېک اوسېدونکي تر ټولو ډېر زیانمنونکې طبقه پېژندل کېږي. په تېرو وروستیو کلونو کې د حق تلفیو، د ځمکو غصبولو، غلاو او انسان تښتوونو له امله د دغو هېوادوالو غوڅ اکثریت کډوالۍ ته اړ شوي دي.