له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(یکشنبې د غويی۲۲مه راغلي دي چې ولسمشر غني طالبانو ته په اندونیزیا کې د دیني علماو ناسته یوه غوره موکه بللې ده.
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان حکومت د اسلامي دریځ، روښانتیا او دیني علماو پرېکړو ته درناوی کوي.
وړاندې لیکل شوي دي چې ولسمشر غني د نړۍ نورو دیني عالمانو هم غوښتنه کړې تر څو د سولې ټینګښت په برخه کې خپله رغنده ونډه ولوبوي.
ده همداراز دا ډول د دیني علماو ناسته د افغانستانن او سیمې نښتو پای لپاره اړینې او ارزښتناکې بللې دي.
د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو، د جمعې په ورځ د اندونیزیا په بوګور ښار کې د افغانستان د جګړې په اړه د دغو علماوو د دریځ نیولو په منظور ګډه غونډه جوړه شوه.
دغو دیني علماوو، په یوې اعلامیه کې، په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره له هڅو ملاتړ وکړي او ټینګار یې وکړ چې تاوتریخوالی په اسلام کې ځای نهلري.
په دغې اعلامیه کې له طالبانو هم غوښتل شوي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او د دغه هېواد د سولې وړاندیز چې موده وړاندې د ولسمشر غني له خوا وړاندې شوی مثبت ځواب ورکړي:«موږ علما، د افغانستان د سولې له وړاندیزه چې په فبرورۍ میاشت کې اعلان شو، له هغه ستاینه او ملاتړ کوو.»