Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني او عبدالله سره د خلیلزاد لیدنه؛ د خبرو چورلیز د سولې بهیر و

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې کابل ته راغلی دی، نن له غرمې وروسته له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره ولیدل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دغه لیدنه په ارګ کې ترسره شوې او په هغه کې «د سولې بهیر کې د راتلوونکو ګامونو» په اړه خبرې وشوې.

د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغې لیدنه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له پيل مخکې پر اوربند یا هم د تاوتریخوالي پر کموالي هم ټینګار شوی دی.

ارګ وايي چې خلیلزاد «د افغان سولې په هکله چمتووالی ښودلی چې له طالبانو یاده موضوع مطرح کړي.» 

د طالب بندیانو ازادول له ښاغلي غني او عبدالله سره د خلیلزاد د بحث بله برخه وه:«څرګنده شوه چې افغان حکومت او طالبانو په دې برخه کې، پر څرګندو او معقولو میکانیزمونو چې د دواړو لورو د تخنیکي ډلو له خوا ترسره شي او د دواړو لوریو لپاره د منلو وړ وي، هوکړې ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د طالب بندیانو د ازادولو بهیر درولی دی.

خلیلزاد نن له غرمې مخکې کابل ته راغی. هغه کابل ته له راتګ وروسته په دوحه کې له طالب استازو سره د خبرو اترو د پيل او د تاوتریخوالي د کموالي په اړه خبرې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه