Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني او ټرمپ په ټلېفوني اړیکه کې په بېلابېلو مسایلو وغږېدل

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني او د امریکا متحد ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په شپه په یوې ټلېفوني اړیکه کې د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې کله د افغانستان او سیمې د امینت،اقتصادي چارو،پراختیايي او پانګونې او همدارنګه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د هغوی د ملاتړو هېوادونو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دغې ټلېفوني اړیکه کې دواړو خواوو د دوو ملتونو او دولتونو د همکارۍ د بنسټ د ټينګوالي چې د ګډو ګټو او خطرونو پر بنسټ استوار دي،هم د نظر ادلون بدلون وکړ.

ولسمشر غني د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو رول ته په اشارې سره چې له سختو پړاونو څخه تېر شوي دي وویل چې د پرېکنده ملاتړ مأموریت او امریکايي ځواکونه د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو ترڅنګ د اصلي مرسته کوونکي په توګه د امنیتي په ټيګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې ونډه لرلې ده.

په دغې ټلېفوني اړیکه کې،د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د افغانستان بریا او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دغه هېواد په عملي او ګټوره توګه هڅې،د دواړه هېوادونو دولت او ملت به د اصلي شریکانو په توګه بدل شي.

د امریکا ولسمشر وویل چې ډېر ژر به د افغانستان له ولسمشر سره به وویني او دواړه خواوو هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو کاري ډلې د بحث شویو مسایلو او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د لیدو لپاره کار وکړي.  

شریک یي کړئ