Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: تر راتلوونکو څو اوونیو به له طالبانو سره مذاکره پيل شي

له افغان حکومت سره د مذاکرې مېز ته د طالبانو د راکاږلو د هڅو په لړ کې، ولسمشر غني وايي چې ټاکل شوې په راتلوونکو څو اوونیو کې دا خبرې اترې پیل شي.

ښاغلي غني چې نن له غرمې وروسته (شنبې د چنګاښ په ۲۹ مه) په ارګ کې د «ښاري په نړیوال سمپوزیم» کې وینا کوله، خو د هېوا په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د بریدونو پر دوام یې نیوکه وکړه.

ولسمشر غني له طالب ډلې وغوښتل چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږي او هېواد کې د سولې د تامین او د هېواد د ابادۍ لپاره هڅه وکړي:«سوله زموږ موخه ده؛ د سولې په اړه زموږ په پرتله هېڅوک ټینګ هوډ نه‎لري خو تاوتریخوالی د یو بل منلو لار نه ده. کله چې څو ورځې او یا هم څو اوونۍ وروسته مذاکره پیلېږي، ولې په بې ګناه خلکو برید وکړو؟»

افغان ولسمشر د کابل پوهنتون د دوارزې ته‎څېرمه د تېرې ورځې د برید په غبرګون کې وویل، هره ډله چې د دا ډول بریدونو مسوولیت مني، له اسلامه بې خبره دي.

هغه زیاته کړه:«پر پوهنتونونو، پر ماشومانو، پر روغتونونو، پر مُلکي کسانو بریدونه، پر تمدن، پر دین، پر ملي عزت برید دی او هر څوک چې مسوولیت یې مني، خاین او له اسلامه بې خبره دی.»

ځينې کارپوهان په دې باور دي چې له طالبانو سره د سولې له هڅو سره جوخت خپلو بریدونو ته هم زور ورکړی څو د سولې په خبرو اترو کې امتیاز ترلاسه کړي.

خو ولسمشر غني وايي چې د سولې ټینګښت په زور او جبر شونی نه دی:«په زور او جبر، څوک نه تسلیمېږي - دا د افغانانو ځانګړنه ده. موږ له طالبانو د تسلیمي لیک نه ده غوښتې، مذاکره غوښتې؛ هغه هم د یوې تلپاتې باعزته سولې لپاره. دوی هم باید ومني چې له هغو افغانانو سره مخامخ دي چې ټول هوډ لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له منځه سرچینې وايي شونې ده چې د سولې خبرو اترو اووم پړاو د جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه په دوحه کې بېرته له سره پيل شي او له هغې دوه ورځې وروسته دواړه لوري د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

ولسمشر غني د خپلې وینا په بله برخه کې، هېواد کې د ځمکې د غصب په اړه خبرې وکړې. هغه د ځمکې له غاصبینو سره پر جدي مبارزې ټينګار وکړ او وې ویل چې تراوسه د ځمکې ۱۳ زره غاصبین پېژندل شوي دي.

هغه څرګنده کړه:«د ځمکې ۱۳ زره غاصبین پېژندل شوي او د هغوی لخوا ټولې غصب شوې ځمکې، بېرته اخیستل کېږي.»

د طالبانو له منځه سرچینې وايي شونې ده چې د سولې خبرو اترو اووم پړاو د جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه په دوحه کې بېرته له سره پيل شي.

شریک یي کړئ