ولسمشر اشرف غني نن(سېشنبې د زمري۳۱مه)د امریکا متحده ایالاتونو له خوا د افغانستان په اړه د کړنلارې له اعلان څخه هرکلی وکړ او دا پرېکړه یې د افغانستان حکومت ترڅنګ د یوې دوامداره ژمنتیا په توګه وبلله.
ښاغلي غني له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي:«پر خپلو پښو د درېدو، پر ترهګرۍ د بریالي کېدو، له دغې شومې پدیدې څخه د سیمې هېوادونو ژغورلو او خطرونو لمنځه وړلو په برخه کې د افغان حکومت له هڅو د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د خلکو له ملاتړ څخه مننه کوم.»
ښاغلي غني څرګنده کړې ده:«دغه نوي ستراتیژي، به د غوڅ ملاتړ ماموریت ظرفیت لوړ کړي، د دغې ستراتیژۍ مشخص ټینګار د افغان هوایي ځواک پر پیاوړې کولو، د افغان ځانګړو ځواکونو د کمیت پر لوړولو او د ناټو سازمان پر پیاوړې کولو دی څو د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړي او له هغوی ملاتړ وکړي.»
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي:«دغه اعلان، د هغه ملاتړ بستې یوه برخه ده، چې تمرکز یې د بیوزلۍ پر لمنځه وړلو، اقتصادي پانګونې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر غوره تجهیز دی، څو افغانان د ثبات او پر خپل ځان د بساینې موخو ته ورسېږي. افغان حکومت دا لومړیتوب ګڼي چې د اصلاحاتو بهیر ګړندۍ کړي، له اداري فساد سره مبارزه وکړي، موثریت، روڼتیا، او د قانون حاکمنیت غښتلی کړي.»
ولسمشر غني ويلي دي چې د امریکا او افغانستان همکاري د ترهګرۍ ګواښونو پر وړاندې بریا پیاوړې کوي.
خبرپاڼه وړاندې د ولسمشر له قوله لیکي:«زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ځواک باید طالبانو او نورو ته روښانه کړي، چې هغوی له پوځي لارې نشي بریالي کېدای. د سولې هدف، لوړ دی. سوله زموږ لومړیتوب دی.»
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ نن د کابل پر وخت سهار کابو پنځه بجې د افغانستان په اړه د کړنلارې اعلان پرمهال وویل چې پاکستان کې د ترهګرو ځالې باید له منځه یوړل شي، ځکه واشنګټن ته په دې هېواد کې د دوی امنپټنځایونه د منلو وړ نه دي.
نوموړي په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهالې جګړې په اړه وویل چې امریکا د افغانستان له حکومت سره مرستې کوي څو طالبان بیا ځلې واک ته و نه رسیږي.