Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: د هر بل وخت په پرتله سولې ته ډېر نږدې شوي یوو

افغان ولسمشر اشرف غني وايي چې افغانستان د هر بل وخت په پرتله سولې ته ډېر نږدې شوی دی.

ښاغلي غني چې نن له غرمې مخکې (شنبې د لړم په ۱۸مه) په ارګ کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د زېږون (مولود شریف) مراسمو کې وینا کوله څرګنده کړه چې اوس د افغان حکومت تر ټولو مهم کار په هېواد کې د جګړې پای دی.

ولسمشر زیاته کړه چې سوله د ټولو ورکه هیله ده او د هغې د ټینګښت په درشل کې باید بنسټيز ګامونه پورته کړل شي.

ښاغلي غني څرګنده کړه:«سوله د ټولو ګډه ورکه شوې هیله چې له لسګونو کلونو راهیسې په هغې پسې ګرځوو.» 

تېره ورځ د ولسمشر اشرف غني دویم مرستیال سروردانش هم ویلي و چې سولې ته د رسېدو لپاره افغان حکومت چمتو دی چې د افغانستان د قانون په چوکاټ کې طالب بندیان ازاد کړي.

له دې مخکې د طالبانو ډله د هغو ۸۰ طالب بندیانو د ازادېدو غوښته کړې، چې د افغانستان په زندانونو کې دي - هغه بندیان چې د سرچینو په وینا، د حقاني شبکې د بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني زوی، انس حقاني او د طالبانو څو والیان او قومندانان په کې شامل دي.

سرچینې وايي چې خلیلزاد له طالبانو څخه د «افغانستان - امریکايي» پوهنتون د دوه استادانو د ازادېدو غوښتونکی دی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې تراوسه د دغې ډلې په یرغمل کې دي.

له دې ټولو سره په افانستان کې تراوسه د سولې لیرې لید روښانه نه ده؛ که‎څه هم ټاکل شوې چې په چین کې د افغانانو ترمنځ یوه ناسته جوړه شي. 

افغان ولسمشر څرګنده نه کړه چې سولې ته د رسېدو په درشل کې کوم ګامونه پورته شوي چې هغه یې دومره هیله من کړی دی.

شریک یي کړئ