Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: د سولې خبرو کې به د امنیتي سرتېرو پر سر معامله ونه شي

د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د احتمالي خبرو د پیل په درشل کې، ولسمشر او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد اشرف غني ټینګار کوي چې په دغو خبرو کې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر سر معامله ونه‎شي.

ښاغلي غني چې د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو په لړ کې نن (شنبې د وږي په ۹مه) کابل کې له یو شمېر فرهنګیانو او لیکوالانو ته وینا کوله، وویل چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به خوندي وساتل شي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«دا نولس کاله د افغانستان په تاریخ کې یوه استثناء ده چې موږ بهرنیو ته اړتیا لرلې. پر خپلو پښو درېږو او له دې خاورې دفاع کوو.»

ټاکل شوې ده چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته پیل شي. او ټاکل شوې ده دا خبرې په اسلو کې ترسره شي.

تراوسه روښانه نه ده چې د طالبانو او امریکا خبرې چې له یوې اوونۍ راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې دي پای ته ورسېږي او دواړه لوري به د سولې هوکړه‎لیک لاسلیک کړي. تمه کېده چې څو ورځې مخکې دا خبرې پای ته ورسېږي او زلمی خلیلزاد کابل ته راشي او له طالبانو سره د سولې د هوکړه‎لیک متن له افغان حکومت سره شریک کړي.

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې نن هم خبرې روانې دي.

ښاغلی غني د خپلې وینا په بله برخه کې ژمنه کوي چې په ټاکنو کې د بریا په صورت کې ژبو او کلتور ته به ډېره پاملرنه وکړي.

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال په دغه ناسته کې طالبان جګړه مار او له اصلاحي پروګرام پرته ډله بولي او وايي طالبان له علمي مسلو سره هېڅ تړاو نه لري او د دې ډلې غړي آن نه پوهېږي چې د څه لپاره وژل کېږي.

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وویل:«تاسې یو ښوونځي نه شئ ښودلای چې طالبانو جوړ کړی وي. یو جومات نه شئ  ښودلای چې طالبانو دې جوړ کړی وي. یو کیلومټر سړک نه شې را ښودلای چې طالبانو دې جوړ کړی وي. هغه څه چې طالبانو د افغانستان ټولنې ته عرضه کړي دي د نشه‎يي توکو لابراتوارونه دي، د واټ ته‎څېرمه بمونو لابراتوارونه دي او په افغان ټولنه کې د ځانګري برید ښکارنده ده.»

ولسمشرۍ ټاکنو ته بل نوماند شهاب حکیمي هم نن د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو په لړ کې د کابل سروبي ولسوالۍ ته ولاړ.

دغه نوماند، د دغې ولسوالۍ له ځینو اوسېدونکو سره په لیدنه کې وویل چې خلک له جګړې ستومانه شوي، له همدې امله د سولې خبرې اترې د خپلو پروګرامونو په لومړیتوب کې راولي.

هغه زیاته کړه:«سوله د ټولو لپاره نه د یوه کس لپاره. خلکو ویل چې په دغې سوله باید یو ګټونکی نه وي، بلکې په سوله کې باید ټول ګټوونکي وي. د افغانستان ټول خلک باید شریک وي او دا سوله، به دوامداره او تلپاتې سره وي.»

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي. او ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو ټاکنیزې منډې ترړې د زمري په شپږمه پیل او د تلې تر درېیمې پورې به دوام ولري.

شریک یي کړئ