Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: د طالبانو مشران اسلام او نور طالبان د خپلو ګټو لپاره کاروي

ولسمشر غني نن(دوشنبې د کب۹مه) د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځې لمانځنه کې وویل چې که د افغان ځواکونو سرښندنې نه وی نو افغانستان به له ډېرو بې‎ثباتیو سره مخامخ شوی وی.

په دې مراسمو کې د حکومت مشرانو امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد اصلي ساتونکي وبلل.

غني وویل:"نن چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی دا ستاسو د قربانیو پایله ده او زرګونه کاله نور به هم خپلواک پاتې شي."

غني وړاندې وویل:"د طالبانو مشران په عیش او عشرت کې له خپلو اولادونو سره ژوند کوي او یو شمېر یې ان څلور ښخې کوي، خو له نورو طالبانو د اسلام او د افغانستان خلکو پر وړاندې کار اخلي."

په دې مراسمو کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغان ځواکونو پر غیر سیاسي پاتې کېدو ټينګار وکړ.

د افغان حکومت مشران امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد اصلي ساتونکې بولي 

ولسمشر غني  وایي که امنیتي او دفاعي ځواکونه نه وي افغانستان به له ډیرو ناامنیو ره مخ شي.

اخوا اجراییه رییس د امنیتي ځواکونه په نه سیاسي کیدو باندې ټینګار کوي.

عبدالله وویل:"یوازې تعریف چې افغان ځواکونه یې لري د هغوی غیرسیاسي پاتې کېدل دي."

هوايي ځواکونو، کمانډو، د پولیسو ځانګړو ځواکونو، د امن او عامه نظم پوځیانو، سرحدي او نورو امنیتي ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو ملي ورځ په ځانګړو مراسمو سره ولمانځله. ولسمشر په دغو مراسمو کې افغان ځواکونه د هېواد دملي یووالي بیلګه بولي.

د هېواد لوی درستیز، قدم‎شاه شهیم وویل:"زموږ ملي ځواکونه له وسلو او تجهیزاتو سره د افغانستان او ملي نوامیسو دفاع لپاره چمتو دي."

ولسمشر غني ټینګار کوي هیڅوک نشي کولاي چې افغانستان د هیوادونو د جګړې په ډګر بدل کړي.

د ملي اردو او پولیسو ځانګړي ځواکونه چې پياوړي پوځیان بلل کیږي له څو کلونو راهیسې د هېواد د امنیت د ټینګښت لپاره قرباني ورکوي.

ولسمشر د افغان ځواکونو د سرښندنو په ویاړ د پولیسو د ځانګړو ځواکونو قطعه، ۲۰۳ تندر قول اردو، د ملي اردو کمانډو او د امنیتي ځواکونو یو شمیر نورې قطعې او افسران وستایل. 

شریک یي کړئ