Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: د ملافضل الله د وژل کېدو خبر مې له پاکستان سره تایید کړ

افغان ولسمشر اشرف غني، د جمعې ورځې په ناوخته (د غبرګولي ۲۵ مه) ویلي دي چې په یوه ټلېفوني اړیکه کې یې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملافضل الله وژل کېدل یې د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره تایید کړي دي.

له هغې وروسته کله چې د جمعې په ورځ د هېواد ملي دفاع وزارت د یوه هوايي برید په پایله کې د د چهارشنبې په ورځ په کونړ ولایت کې د ملافضل الله وژل کېدل تایید کړل، ښاغلي غني په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«ما د پاکستان له لومړي وزیر ناصرالملک او د دغه هېواد له لوی درستیز قمرجاوېد باجوه سره خبرې وکړې او د ملافضل الله وژل کېدل چې زموږ د استخباراتي ځواکونو د هڅو پایله ده تایید کړل.»

ښاغلي غني همدارنګه لیکلي چې په دغه ټلېفوني اړیکه کې له پاکستاني چارواکو څخه غوښتل شوي ترڅو په پاکستان کې افغان طالبان د خبرو اترو مېز ته د حاضرولو لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.

غني ویلي دي چې پاکستاني چارواکو د اوربند د بریا لپاره ماته مبارکي راکړه او هغه یې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

هغه وویل:«هغه همدارنګه ما ته ډاډ راکړ چې د فضل الله وژنه د دوه ملتونو د اعتماد د رامنځته کېدو لپاره مهم ګام دی او ژمنه یې وګړه چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره به ملاتړ وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې ملي دفاع وزارت د دې پخلی کوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملافضل الله تېره شپه د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي چې په دغه برید کې د پاکستاني طالبانو د تحریک څلور نور قومندانان هم وژل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه رپوټونه خپرېږي.

ملافضل الله په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د حکیم الله محسود پر ځای د دغې ډلې مشر وګمارل شو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګرمن مارټین اوډونیل د دې پخلی وکړ چې امریکايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په کونړ کې د ترهګرۍ پر ضد یو برید ترسره کړ چې په هغه کې د ترهګرې ډلې مشر په نښه شوی دی. خو هغه د دغه کس د پېژاند په اړه څه نه دي ویلي.

هغه همدارنګه وویل چې امریکا يي ځواکونه د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند ته ژمن دي. خو په دې اوربند کې داعش، القاعده او نورې وسله‎والې ډلې شاملې نه دي.

هغه طلوع نیوز ته وویل:«امریکايي ځواکونو د جون په دیارلسم په کونړ ولایت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې ته نېږدې د ترهګرو پر ضد یو برید ترسره کړ چې د ترهګرۍ ډلې یو مشر یې په نښه کړ.»

وزارت دفاع تأیید کرده‌است که رهبر تحریک طالبان پاکستان، در حملۀ هواپیماهای بی‌سرنشین در ولایت کنر، کشته شده‌است.

شریک یي کړئ