Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره کومه ژمنه نشته

ولسمشر غني د طالبانو لخوا د پنځو زرو بندیانو د خوشې  کولو په غبرګون کې وايي چې زموږ لخوا د یاد شمېر بندیانو د خوشې کولو په برخه کې کومه ژمنه نشته.

ښاغلي غني نن (یکشنبې د کب په ۱۱مه نېټه) کابل کې خبري ناسته کې وویل، د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل لپاره د طالبانو شرط دا چې پنځه زره بندیان دې خوشې کړل شي، د منلو نه دی.

ولسمشر همداراز زیاته کړه چې د بندیانو خوشې کول وخت نیسي او په تړاو به یې د افغانانو ترمنځ خبرو کې بحث وشي.

هغه وړاندې وویل:« د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره هېڅ ډول ژمنتیا نشته، او دا خبره مو په وار وار ډاکټر خلیلزاد ته کړې، دا مسله د خبرو اجندا کېدی شي، خو مخکې شرط نه.»

مخکې له دې هم طالبانو شرط ایښی وو چې د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیل نه مخکې باید تر راتلونکو لسو ورځو پورې پنځه زره طالب بندیان چې د افغان حکومت په بند کې دي، خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ له ۱۸میاشتو خبرو وروسته د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال، ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوه.

د هوکړې د لاسلیک مراسم، په مشهور "شیرینټن" هوټل کې ترسره شول. دغو مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو بنسټونو استازي وربلل شوي دي.

دغه هوکړه د تاوتریخوالي د کمښت له یوه "اووه ورځني پېر" وروسته لاسلیک کېږي. دغه پېر چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو د مدیریت لپاره د توانمنۍ ثابتول یوه ازمایښتي دوره وه، د شنبې په ورځ پایته ورسیده.

ټاکل شوې د دولسو ورځو په اوږدو کې د طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

شریک یي کړئ