Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: سولې ته د رسېدو لپاره مو ټول خنډونه او پلمې لیري کړې دي

ولسمشر غني وايي هېواد کې د تلپاتې سولې رسېدو لپاره یې زمینه برابره کړې او له طالبانو سره مو د سولې خبرو لپاره ټول خنډونه او پلمې لیري کړي دي.

ښاغلي غني نن(پنجشنبې د زمري په ۳۰مه نېټه) د خپلواکۍ په مناسبت افغان ځواکونو د یوې ویدیو له لارې وینا کوله زیاته کړې چې باعزته او تلپاتې سوله راتلونکې ده، ځکه په خپلو کوښښونو او غښتلې اراده مو د افغانستان سوله په ملي، منطقوي او بین المللي بحث بدله کړه.

ده همداراز د طالب بندیانو ازادول او د سولې مشورتي لویې جرګې رابلل سولې ته د ژمنتیا د بېلګې په توګه یاد کړل:« موږ د سولې په برخه کې نه یوازې خپله اراده او ژمنتیا ښودلې، بلکې عملي هڅې او اقدامات  موکړي. د طالب زندانیانو ازادول او د سولې مشورتي لویې جرګې جوړول زموږ د هڅو غوره بېلګې دي.»

ولسمشر همداراز زیاته کړه چې موږ تل پر طالبانو غږ کړی، څو دایمي اوربند ومني او ژر تر ژره له حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت کې سرچینې وايي تر هغې چې د افغانستان ۲۲ ګومانډويي ځواکونه چې د طالبانو په بند کې دي، ازاد نه شي؛ د طالبانو ۳۲۰ لانجمن بندیان به هم ازاد نه شي.

د ۴۰۰ لانجمنو طالب بندیانو په هکله د ولسمشر د فرمان له صادرېدو نهه ورځې تېرېږي - خو له دې منځه د هغوی یوازې ۸۰ تنه ازاد شوي او وروسته بیا د هغوی د خلاصون بهیر درول شوی دی.

سرچینې وايي چې د شپږو طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د استرالیا او فرانسې رسمي ملاحظات له یوې خوا او د طالبانو له بنده د ټولو دولتي سرتېرو پر خلاصون د افغان حکومت ټینګار له بلې خوا هغه خنډونه دي چې، د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو کره وخت یې له ابهام سره مخ کړی دی.

ولسمشر غني هم د برېټانیې له ټایمز سره په مرکه کې د پاتې ۳۲۰ لانجمنو طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته د هغو د پایلو له امله خبرداری ورکړی او وايي چې، د افغانانو تر منځ په خبرو کې لومړۍ موضوع به اوربند وي.

ولسمشر ويلي دي: "کله چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي؛ نو په اجنډا کې به اوربند لومړنۍ موضوع وي. اوس به وګورو چې، طالبان په رېښتیا هم پر څه باور لري."

ټاکل شوې وه چې د افغانانو ترمنځ خبرې - د ۴۰۰ طالب بندیانو له خلاصون وروسته - په روانې اوونۍ کې پيل شي. خو اوس روښانه نه ده چې دغه خبرې به کله پيل شي.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت هم د شپږو طالب بندیانو د خوشې کېدو پر څرنګوالي له استرالیا او فرانسې سره پر خبرو بوخت دی.

له دې ټولو سره سره، طالبانو ته نږدې کسان، امریکا د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پر پاتې راتلو تورونوي.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د سولې هڅې یوه هیله ورکوونکي پړاو ته رسېدلې دي او افغان مشران باید له تېرو تېروتنو پند واخلي او یوې سیاسي حل لارې ته سره ورسېږي.

شریک یي کړئ