Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو ته د غني خطاب افغانان د تاوتریخوالي په وړاندې نه تسلیمېږي

ولسمشر غني نن (سې شنبې د لیندۍ په ۵مه) کابل کې افغان امنیتي ځواکونو ته په وینا کې، طالبانو ته ګواښ کوي چې افغانان به د تاوتریخوالي په وړاندې تسلیم نه شي او د دغه تاوتریخوالي دوام به د افغانستان خلک هغې کړنې ته وهڅوي چې د داعش ډلې په وړاندې یې وکړه.

ښاغلي غني همدارنګه ټينګار وکړ چې سوله راتلوونکې ده او طالبان له خلکو او دولت سره د مخامخ کېدو وس نه لري.

ولسمشر اشرف غني په دې اړه وویل:«طالبان به د دې فکر کوي چې خلک به له تاوتریخوالي سره تسلیمېږي؟ دا کار خلک یوازې دې ته تحریک وي، چې له تاسو سره هم هغه کړنه وکړي چې له داعش سره یې وکړه.»

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت په چین کې د افغانانو تر منځ د غونډې د ګډونوالو د نوملړ د جوړولو لپاره د هڅو خبر ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد څرګنده کړه:«سلامشورې روانې دي او تراوسه پای ته نه دي رسېدلي او دا مشورې له سیاستوالو، مدني ټولنې او د ټولنې د بېلابېلو طبقو له فعالینو سره دوام لري.»

خو د دوشنبې په ورځ مخکني ولسمشر حامد کرزي په چین کې د افغانانو تر منځ د غونډې د ګډونوالو د نوملړ له جنجالونو پرده پورته کړه.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي:«ډاکټر غني رانه هیله وکړه چې له دغه نوملره خپل نوم لیرې کړم او ما هم ورسره ومنله، خو ومو لیدل چې وروسته دا موضوع پر نورو شخصیتونو هم راغله چې د هغوی نومونه دې هم لیرې کړل شي چې ما له دغه کار سره موافقه ونه کړه.»

طالبانو ته نژدې سرچینې وایي چې د طالبانو ډلې په چین کې د افغانانو تر منځ د غونډې د ګډونوالو نوملړ چې ډېری غړي یې دولتي وو، و نه مانه او دا ډله په افغانستان کې د وتلو سیاستوالو، جهادي څېرو او د ګوندونو د استازو د ګډون غوښتونکې ده.

ولسمشر غني دلته افغان امنیتي ځواکونو ته په وینا کې طالبانو ته خبرداری ورکوي چې د تاوتریخوالي دوام به د افغانانو د تسلیم کېدو لامل نه شي او د هغه دوام به دا ډله په افغانستان کې د داعش له برخلیک سره مخامخ کړي.

شریک یي کړئ