ولسمشر غني چې پاکستان ته تللی، د پنجشنبې پر شپه (د چنګاښ په ۶مه) په اسلام اباد کې د سټراټيژیکې مطالعاتو انسټېټیوټ کې په خپله وینا کې وویل چې پاکستان او طالبان سره نه شلېدونکې او ځواکمنې اړیکې لري.
په دغې غونډه کې د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم حضور درلود، ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ اړیکې تشخیص شي او له هغه په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره کار واخیستل شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه وویل:«د هڅونې تګلاره موږ ته اجازه راکوي چې یوه ښه تګلاره جوړه کړو. دې برخه کې پاکستان مهمه ونډه لري، ځکه پاکستان او طالبان پر یوه او بل ډېر تکیه دي. موږ باید دا مشخصه کړو. په دې اړه منظم کار وکړو، څو د تاوتریخوالي پر ځای، همکارۍ ته ولاړ شو.»
ولسمشر غني وايي، د یوه خپلواک افغانستان د استازي په توګه د افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو او مساویانه همکاریو د جوړېدو لپاره پاکستان ته راغلی دی.
افغان ولسمشر څرګنده کړه:«د دې لپاره چې مخکې ولاړ شو، نه غواړم چې تېر مسایل یاد کړم، خو غواړم چې د دوو ټکو پر توپیر قایل شو. یوه بده لار ده چې د تګلارې د نشتون په مانا نه ده، بلکې د غلطیو د تکرار په مانا ده. نن داسې مهال پاکستان کې یوو چې بده تګلاره روښانه شوې او موږ د ښې تګلارې د جوړېدو په لټه کې یوو.»
له دې سره هممهاله ولسمشر اشرف غني همدارنګه له خپل پاکستاني سیال عارف علوي سره هم لیدلي دي.
ولسمشر غني پاکستان ته د خپل سفر پر مهال، د سیمهییز ثبات، امنیت، اقتصادي همکارۍ، ترهګرۍ ضد مبارزې او دواړو هېوادونو پر خپلواکۍ خبرې کړي دي.