Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: طالب جنګیالي له جګړې ستړي شوي او مشران یې دوحه کې خوند اخلي

ولسمشر غني وايي چې طالب وسله وال له جګړې ستړي شوي، خو مشران یې په دوحه کې څلورمې او پنځمې ښځې کوي او خوند اخلي.

ولسشمر غني د سویس په ډاووس ښار کې د اقتصاد په نړیواله ناسته کې ګډون وکړ او له «سي بي سي» رسنۍ سره خبرو کې وايي چې که طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پاي ته رسولو ته چمتو وي افغاني ټولنه چمتو ده هغوي ومني.

ښاغلی غني وايي که طالبان سوله د حکومت پرزولو لپاره وسیله بولي، نو حکومت او د افغانستان ټولنه به یې پر وړاندې ودریږي:« ډیره مهمه پوښتنه دا ده که طالبان چمتو دي چې تاوتریخوالی پاي ته ورسیږي، په دې صورت کې افغاني ټولنه چمتو ده دوي په ځان کې مدغم کړي خو که هغوي د حکومت د پرځولو لپاره د سوله وسیله بولي په هغه صورت کې به حکومت او ټولنه سره یو موټی شي.»

ښاغلی غني زیاتوي:« هغه کسان چې په دوحه کې دي څو څو میرمنې کوي او خوند اخلي، دوي په پانګوالو د بدلیدو په حال کې دي.»

ولسمشر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وايي د دغو ځواکونو له شته والي مهم له امریکا او ناټو سره امنیتي موافقه لیکونه دي:«‎امنیت یوه ستونزه ده او هیڅوک نشي ویلاي چې نه ده خوافغانستان په سمه لاره روان دی له ټاکنو مخکې ۶۵ سلنه افغانان په دې باور وو چې هیواد یې مثبت لور روان دی.»

د هېواد ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې د تهران او واشنګټن ترمنځ تازه جنجالونو ته په اشارې سره وايي امریکا ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به بهرني ځواکونه په سیمه کې د هیڅ یوه هېواد په وړاندې نه کارول کیږي.

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د افغانانو ترمنځ له خبرو مخکې افغانستان کې د طالبانو لخوا د لیدوړ د تاوتریخوالیو کمښت غوښتنه کړې ده

شریک یي کړئ