Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني عبدالله ته وړاندیز کړی چې خپل همکاران کابینې ته معرفي کړي

ولسمشر غني وايي له عبدالله عبدالله یې غوښتي دي چې خپل مطرح همکاران په کابینه کې د غړیتوب لپاره معرفي کړي.

ښاغلي غني، تېره ورځ د ولسي جرګې له ځينو غړو سره په لیدنه کې، ټينګار کړی چې راتلوونکې کابینه سیاسي وزن لرونکې کابینه وي او د افغانستان له ټولو خلکو به استازیتوب وکړي.

ولسمشر غني په دې اړه زیاته کړه:«د افغانستان کابینه به تر ډېره یوه وزن لرونکې سیاسي کابینه وي چې په هغې کې د افغانستان ټول ملت وي... ډاکټر صاحب عبدالله ته مې وړاندیز وکړ خپل ټول همکاران چې مطرح دي، را دې شي او خپل لاس دې وړاندې کړي.»

ولسمشر غني یو ځل بیا له عبدالله عبدالله وغوښتل چې د سولې بهیر مدیریت او مشري په غاړه واخلي:«هغه موضوع چې زه یې وړاندیز کوم، تاسې (د ولسي جرګې غړي) له ډاکټر صاحب سره پرې پایلې ته ورسېږي. او هغه د سولې بهیر مدیریت او مشري ده. تکراروم یې؛ د سولې بهیر مدیریت او مشري ده. په دې مانا چې د افغانستان سیاسي طبقه سره متحده شي او که نه؟ د دې سوله د سولې عالي شورا ده که نه؟ د سولې یوه عالي شورا دې رامنځته شي او ښاغلی ډاکټر صاحب دې د سولې شورا عالي ریاست وکړي.» 

ښاغلي غني ټینګار وکړ د هغه په وینا «دوه سری» حکومت نه شي کولای چې په هېواد کې د کرونا کړکېچ او نورې ننګونې مدیریت کړي.

هغه زیاتوي:«د کرونا ویروس روغتیايي کړکېچ نه دی. لس کاله وخت به ونیسي چې د نړۍ اقتصاد بېرته په پښو ودرېږي. که چېرې غواړئ چې دغه کړکېچ مدیریت کړو، له پرېکنده پرېکړې پرته، ټول ګډونه ډله نه کېږي... ښايي تر ټولو ستره موکه په دې کې وي چې له یووالي او اتحاد سره حرکت وکړو. که چېرې د دغه کړکېچ مدیریت غواړئ، له دوه سري حکومت سره نه کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني، د کابینې د غړو د معرفي کولو بهیر چې د ټاکنیز کړکېچ له امله له ځند سره مخ شوی و، پیل کړی دی. هغه تازه په تازه عبدالهادي ارغندېوال یې د مالیې وزارت او ضیا سراج یې د ملي امنیت ریاست ته معرفي کړی دی.

ښاغلي غني همدارنګه داوود سلطان زوی د کابل د ښاروال او شاکر کارګر یې د ولسمشرۍ دفتر د عمومي رییس په توګه ګومارلی دی.

دا ټول په داسې حال کې دي چې د هغه او عبدالله عبدالله ترمنځ ټاکنیز جنجالونه تراوسه حل شوي نه دي.

اشرف غني او عبدالله عبدالله چې دواړو د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي، تراوسه نه دي توانېدلي چې دغه اختلافونه حل کړي. 

شریک یي کړئ