Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: هېڅوک د دولت له چوکاټه بهر د خلکو استازې‎‎‎‎‎‎توب نشي کولی

ولسمشر غني دوحې ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي سره په ناسته کې وايي هېڅوک نشي کولی چې د دولت له چوکاټ نه بهر د خلکو استازې‎توب وکړي.

ولسمشر غني نن(چهارشنبې د وري په ۲۸مه نېټه) له حکومتي چارواکو، سیاسي او جهادي څېرو سره په ناسته کې وویل اوس داسې یو تاریخي فرصت په لاس راغلی چې موږ په ژور فکر او بحثونو خپلې دایمي ستونزې حل کړو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي غني په دې کتنه کې څرګنده کړه:«تاسې هغه ماموریت شروع  کوئ چې ولس ورته څلوېښت کاله صبر کړی او تاسې د دې ولس ورکه چې دوامداره او تلپاتې سوله ده، ترلاسه کوئ.‎»

ولسمشر غني همداراز ټینګار کوي چې ستاسو ماموریت د افغانستان د ټولنې او دولت هیلې تمثیلوي او د ټول ولس عملي استازیتوب کوئ.

دی وايي د سولې لپاره ملي، اسلامي، سیمه ییز او بین المللي شرایط چمتو دي او  یوازې ولس پرېکړه کوي چې کوم شرایط او حدود مني او له کومو سره مخالفت لري. 

نوموړی د سولې په تړاو وروستي پرېکړه کوونکي خلک بولي او زیاتوي:« د سولې وروستی تصمیم نیونکی ملت دی. موږ او تاسو ټول استازي یوو. زموږ قوت او عزت  په همدې استازیتوب کې دی. مسوولیت مو هم له همدې استازیتوب  سرچینه اخلي او همدا استازیتوب زموږ د واکونو حدود ټاکي.»

ولسمشر همداراز دوحه کې له ګډون کوونکي پلاوي غواړي چې د افغانستان دردونه له طالبانو سره شریک کړي:«‎د اوسني افغانستان واقعیتونه، هیلې، دردونه او لید له طالبانو سره شریک کړئ، هغوی وپېژنئ او فرصت ورکړئ چې تاسې وپېژني. د نظام موجودیت او سرې کرښې د دې وطن له مشترکو هیلو او ارزوګانو څخه جوړې شوې دي.»

هغه زیاته کړې چې طالبان قانع کړئ څو دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لار نه لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي، زموږ خپل تاریخ راته وايي چې پردي ‎زموږ لپاره تصمیم نشي نیولی.

دی همداراز وايي د وینې تویول بریالیتوب نه دی او نه هم د ستونزې سیاسي حل لاره غالب او مغلوب لري. د سولې ګټونکي به افغان ماشومان،مېرمنې، یتیمان او د افغانستان ولس وي. موږ سوله د ځان نه، بلکې د راتلونکو نسلونو د ابادۍ او هوساینې لپاره کوو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو قطر ته د افغان ۲۵۰ کسیزه پلاوي د  تګ په تړاو غبرګون ښودلی او په اعلامیه کې یې ویلي دي چې د قطر ناسته په یوه لیري خلیجي هېواد کې منظمه ناسته ده، نه د کوم واده او یا هم د کابل په کوم هوټل کې د مېلمستیا مراسم.

ولسمشر وايي د سولې لپاره ملي، اسلامي، سیمه ییز او بین المللي شرایط چمتو دي او  یوازې ولس پرېکړه کوي چې کوم شرایط او حدود مني او له کومو سره مخالفت لري. 

شریک یي کړئ