Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني پر وخت د ټاکنو ترسره کېدو ډاډ ورکړ

ولسمشر غني نن( چهارشنې د کب۱۶مه) د ملي شورا د اتم کاري کال پیل پرانیسته کې وویل چې د ولسمشر او ملي شورا ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي او حکومت به یې امنیت تامین کړي.

ښاغلي غني وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید خپل کار په بې پرې توګه مخې ته یوسي او سیاسي لاسوهنو ته اجازه ورنکړي.

ده همدراز زیاته کړه:«د رڼو ټاکنو ترسره کول د قانون میکانیزم دی او نظام مشروع کوي چې نو له همدې کبله به ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي. د ملي يووالي حکومت ځان اړ بولي چې اسانتیاوې ورته برابرې او امنیت یې تامین کړي، همداراز د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید خپل کار په ملي روحیه مخې ته یوسي، او زه، ډاکټر عبدالله او ډاکټر صاحب دانش د کمېسیون له غړو سره لیدنې نه لرو.»

غني د سولې په اړه بیا اشاره وکړه چې د افغانستان خلک د جګړې اصلي قربانیان دي او له هرچا زیات ولس د سولې لیواله دي، خو یو شمېر کسان په جګړه کې خپلې ګټې ګوري، که د سولې غږ ته د شک په سترګه ګوري او نوې خبره نه ده. دا ډېره اړینه ده چې موږ سوله غواړو او پر طالبانو غږ کوو چې د افغانستان او اسلام خیر په سوله کې دی.

ښاغلي غني وړاندې وویل:«موږ دا په لوړ اواز وایو چې د سولې په مقصد له انتخاب کړې لارې، نه راګرځو او پر طالبانو غږ کوو چې د افغانستان او اسلام خیر په دې کې دی چې سره کېنو او ستونزې پرته له تویولو هوار کړو.»

ده وویل«لکه څنګه چې د سولې تګلارې جوړولو کې د ښځو ونډه اړینه وه او په پلې کولو کې به یې اړینه وی او په پام کې به ونیول شي.»

ولسمشر وویل چې اوسمهال امنیتي څلور کلنه تګلاره د پلې کېدو په حال کې ده او راتلونکې کال کې به یې اغېزه په روښانه ولیدل شي ده وړاندې وویل:«موږ باید پر ځان بساینې لپاره خپل ملي عواید د کال ۸میلیارډو ډالرو ته ورسوو چې اوس ۲،۲ میلیارډه ډالره ده او دفاعي لګښت مو ۵ میلیارډه ډالره دی.»

غني د کانونو ویستنه او کارونې څرنګوالي په موخه د پلان له جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې له دې پلان سره به د خپل سر کېندنو مخه ونیول شي.

ولسمشر غني همداراز له ملي شورا مننه و کړه چې تېرو درېیو کلونو کې یې کابو ۳۰۰قوانین تصویب کړي دي.

غني پر وخت د ټاکنو ترسره کېدو ډاډ ورکړ

غني همداراز د کانونو ویستنه او کارونې څرنګوالي په موخه د پلان له جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې له دې پلان سره به د خپل سر کېندنو مخه ونیول شي

شریک یي کړئ