ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعې په ورځ (د سلواغې په ۲۸ مه)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان د سند په ایالت کې د صوفیانو پر زیارت ترهګریز برید چې په ترڅ کې یې د هغه هېوا د یو شمېر وګړو د وژلو او ټپي کېدو لامل شو وغنده.
ولسمشر غني په دغې خبرپاڼه کې ویلي چې صوفیان تل د سولې او ورورولۍ دودونکي دي او دغه ترهګریز برید په هېڅ دین کې د توجیه وړ نه دی.
په خبرپاڼه کې راغلي:«صوفیان تل د سولې او ورورولۍ دودونکي دي او ترهګرو یو ځل بیا ثابته کړه چې پر اسلامي او انساني ارزښتونو باوري نه دي چې دغه کړنې یې په هېڅ دین او ائین کې د توجیه وړ نه دي.»
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې افغان دولت تل د داعش په ګډون د ترهګرۍ پر ضد په جدي مبارزې تینګار کړی او دغه ډلې د ټولو هېوادونو ګډ دښمن دي او د دغو ډلو د لهمنځه وړلو لپاره یوې سیمهييزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې ولسمشر غني باوري دي چې د ترهګرۍ له ښکارنې سره د مبارزې لپاره ریښتنولي او د عمل اراده کولای شي د هغې مخه نیسي.ترڅو نور په هېڅ هېواد کې بشري جنایتونو رامنځته نهشي.
خبرپاڼه زیاتوي:«د افغانستان جمهوري دولت تل د سولې او ټيکاو د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په درشل کې خپل ریښتینولي او ژمنه ثابته کړې، ډېر کلونه دي چې بې شمېره قربانیانې یې ورکړي او تمه لري چې نور هېوادونه هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې ریښتینولي وښيي.»