Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غور کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ طالب اورپکي وژل شوي

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال نورالله قادري نن (سې‎شنبې د غبرګولي په ۲۸مه) وايي چې امنیتي ځواکونو د غور ولایت په دولت یار ولسوالۍ د طالبانو پر مورچلو هوايي او ځمکني بریدونه کړي چې په پایله کې یط ۱۵ طالب اورپکي وژل شوي او څه باندې لس تنه نور ټپيان دي.

د ښاغلي قادري په وینا، دا هوايي او ځمکني عملیات د ملي پوځ له خوا په لاره اچول شوي او همدارنګه د طالبانو یو ډېر اندازه وسلې او لېږدونکي وسایط له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه چې شپږ وسله‎وال طالبانو د جګړې پر مهال امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان وايي چې د وژل شویو په منځ کې مهشور طالب قومندانان ملا الله داد او ملا مصطفي هم شامل دي.

شریک یي کړئ