Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غور کې د طالبانو برید کې ۱۵ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

د غور ولایتي شورا یو غړی ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د جمعې شپې په برید کې، لږ تر لږه ۱۵ تنه ولسي پاڅون کوونکي ځواکونه او څو مُلکیان وژل شوي دي.

د غور ولایتي شورا غړی حمیدالله متحد زیاتوي چې طالبانو د جمعې پر شپه د دغه ولایت د دولت یار ولسوالۍ په پوشته نور کلي کې پر څو امنیتي پوستو برید کړی و.

د هغه پو وینا، د قوم یو مشر بهادر فروتن او دوه تنه نور ټپيان شوي وي دي.

په همدې حال کې د غور والي ویاند عبدالحق خطیبي هم دا پېښه تایید کړې او زیاتوي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.

په دې وروستیو کې غور کې جګړې زور اخیستی. د سلمان د ساتنې قومندان فواد انداربي چې له طالبانو سره د جګړې لپاره دولت یار ولسوالۍ ته تللی و، تېره اوونۍ ووژل شو.

د غور والي ویاند عبدالحق خطیبي هم دا پېښه تایید کړې او زیاتوي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.

شریک یي کړئ