د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي د دې ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د دوو طالب قومندانانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت پولیس(نن دوشنبې د کب په ۱۳مه نېټه) وايي تېره شپه له افغان ځواکونو سره په نښته کې د جندالله او قاري جانان په ګډون شپږم تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش وايي د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښته هغه مهال پیل شوه چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستې برید وکړ، خو له ځوابي برید سره مخامخ شول.
دی زیاتوي په نښته کې درې طالبان ټپیان دي.
د پولیسو ویاند وايي په نښته کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.