د ملي امنیت عمومي ریاست د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې چې نن(یکشنبې د غبرګولي۱۳مه) رسنیو ته استول شوې ده، په فراه ولایت کې د ۱۶ طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
خبر پاڼه وړاندې وايي چې په یاد شمېر وسلهوال د امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
ویل شوي دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې د ملي امنیت ځواکونو کاروان د فراه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شو.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې په دې نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او پاتې یې له سیمې وتښتېدل.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.