Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فیروز: له کرونا سره د مبارزې لپاره لازمه بودیجه په واک کې نه لرو

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د کرونا ویروس دوه مثبتې پېښې په هرات او یوه هم په نیمروز ولایت کې ثبت شوې دي.

له دغو درې نویو پېښو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۰ ته ورسېد. له دې مخکې د دغو پېښو له نیمو څخه زیات په هرات ولایت کې ثبت شوې دي - هغه ولایت چې له ایران سره ګډه پوله لري او د ورځې تر لس زره کډوال له ایران څخه د دغه ولایت له لارې افغانستان ته راځي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې هېواد کې په دغه ویروس ډېری ککړ کسان، هغوی دي چې له ایرانه راستانه شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تراوسه درې تنه مړه شوي دي چې یو تن په بلخ، او دوه تنه هم په هرات ولایت کې دي.

د عامې ورغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ګواښ کوي چې هېواد کې د کووېډ نولس ناروغي مخ په زیاتېدو ده او له هغه سره د مبارزې لپاره لازمه بودیجه په واک کې نه لرو:«هغه پلان چې موږ په پام کې نیولی ښايي څه باندې سل مېلیونه ډالر دي... دم ګړۍ یو مېلیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا لرو او اړینه هم ده. خو یو مېلیارد موږ ته نه په لاس راځي او نه موږ د هغه د لګښت وس لرو.»

د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون له حکومته غواړي چې د عامې روغتیا وزارت په واک کې لازم امکانات ورکړي او همدارنګه له اړمنو سره مرسته وکړي.

د ولسي جرګې غړی نجیب الله ناصر په دې اړه وايي:«د افغانستان د عامې روغتیا وزارت باید امکانات ولري، خو اوس لازم امکانات نه لري.»

د ولسي جرګې بل غړی جاوېد صافی هم څرګندوي:«نور ولایتونه چې معلومات لرو له ستونزو سره مخ دي او تراوسه هغوی ته پاملرنه نه ده شوې.»

د کرونا ویروس د خپرېدو په لړ کې د افغانستان پر څو لویو ښارونو له هغې ډلې هرات او کابل کې پر تګ راتګ محدودیتونه لګول شوي دي.

شریک یي کړئ