Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قریشي:د سولې په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي یک‎شنبې(د سلواغې په ۷مه نېټه) خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې خبرې آسانه نه وې، خو پاکستان د هغې د آسانه کولو په برخه کې کار کړی او پرمختګ هم په کې شوی دی.

ښاغلي قریشي زیاته کړې ده چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ستونزې شته دي، پاکستان، افغانستان او امریکا متحده ایالات کولی شي دا ستونزې سره هوارې کړي.

ده وړاندې ویلي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې هوډ نلريو او افغانان باید خپله د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

له بلې خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د قطر په دوحه ښار کې له طالب پلاوي سره تر شپږ ورځنیو خبرو اترو وروسته، د کابل په لور خوځېدلی دی.

هغه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه شپږ ورځنۍ خبرې اترې د تېرو خبرو په پرتله په ځلونو اغېزناکې وې او په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ښاغلی خلیلزاد وايي چې تراوسه له طالبانو سره هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې او له یوه لنډې دمې وروسته به بېر ته پيل شي:"د خبرو اترو لپاره ځينې موردونه پاتې دي. تر هغې چې په ټولو موردونو هوکړه ونه شي. هېڅ ډول هوکړه نه کېږي، دا توافقات باید بین الافغاني خبرې او هر اړخیز اوربند وي."

له دې مخکې ځينو سرچینو ویلي وو چې په دغو خبرو اترو کې د امریکا استازي له طالبانو سره له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو د مهال وېش په اړه خبرې کړې دي او زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره هم خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد د کار له پيل راهیسي دا څلورم پړاو دی چې طالب استازي له امریکايي استازو سره ویني. د خبرو اترو دا پړاو د دوشنبې په ورځ (سلواغې په لومړنۍ نېټې) پيل او نن شنبې د سلواغې په ۶ مه نېټه هم دغه خبرې دوام لري.

د ځينو سرچینو پر وینا، امریکا منلې چې خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کړي او طالبانو هم شرط اېښی چې د امریکايي ځواکونو د وتلو له مهال وېش سره به اوربند وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د استازو ترمنځ د سولې په تړاو د خبرو له پرمختګه خبر ورکوي

شریک یي کړئ