د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن (شنبې د لیندۍ په ۲۴ مه)د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزه غونډې د ګډون په پار کابل ته راغی.
اکسپرس ټرېبیون په یوه رپوټ کې ویلي چې له الوتنې مخکې ښاغلي قرشي رسنیو ته ویلي، چې د درې اړخیزه غونډې د ترسراوي له نوښته هرکلی کوي.
قریشي رسنیو ته ویلي :«دواړه پاکستان او چین په افغانستان کې د سولې، ټیکاو، اوساینې او پرمختیا غوښتونکي دي او موږ افغانستان ته د سولې او دوستۍ پیغام له ځانه سره وړو.»
د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران به نن کابل کې سره وویني، ترڅو د متقابل سیاسي اعتماد او له سولې ملاتړ، د همکاریو پیاوړتیا، امنیتي همکارۍ او له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي.
د بیجینګ له غونډې وروسته په تېر کال کې دا د دغو درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه غونډه ده چې ترسره کېږي.تمه کېږي چې دغه چارواکي راتلوونکی کال په اسلام اباد کې سره وویني.