Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر تمه لري د بندیانو ازادولو بهیر روانې اوونۍ کې پای ته ورسېږي

ټاکل شوې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د ازادولو بهیر په روانې اوونۍ کې پای ته ورسېږي.

د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق القحطاني وايي چې کابل ته په خپل وروستي سفر کې ، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د ژر پیل لپاره، د افغان حکومت له مشرانو او کابل کې له طالب پلاوي سره سلامشورې کړې دي.

مطلق القحطاني وویل:«تمه لرو چې په دې اوونۍ کې د بندیانو د خوشي کېدو بهیر بشپړ شي او بل پړاو ته چې د افغانستان لپاره یو تاریخي پړاو دی؛ یعنې دغې شخړې او خونړي کړکېچ ته د حل لارې د موندلو لپاره د خبرو مېز ته د افغان ښکېلو لورو کېناستو ته ورسېږو.»

که څه هم تر اوسه د بین الافغاني خبرو وخت او ځای څرګند نه دی. الجزیرې شبکې د قطر د بهرنیو چارو د ځانګي استازي له خولې رپوټ ورکړی چې ولسمشر غني په قطر کې د افغانانو تر منځ د خبرو له پیلېدو سره هوکړه کړې ده. خو د افغان حکومت یوه سرچینه وایي چې ولسمشر غني په دوحه کې د افغانانو تر منځ یوازې د لومړنیو غونډو له جوړېدو سره هوکړه کړې ده.
 
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي:«د قطر هېواد په ګډون ځينو نورو هېوادونو هم د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربتوب لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی، خو تراوسه د خبرو وخت او ځای وروستی شوی نه دی.»

په کابل کې د جرمني سفیر له طلوع نیوز سره په یوې مرکه کې ټینګار کوي چې باید ژر تر ژره د افغانانو تر منځ خبرې پېل شي ؛ ځکه دده په باور په دې بهیر کې ځنډ به د لاسوهنو لاره اواره کړي .
  
په افغانستان کې د جرمني سفیر پیټر پروګل څرګنده کړه:«فکر کوم چې د بندیانو د خوشې کېدو بهیر په ښه توګه مخ ته ځي. کله چې شرایط پوره شي دواړه لوري باید سره راټول شي. څومره چې ډېر صبر وکړئ؛ د ورانکارو او هغو کسانو لپاره چې د سولې بهیر ته لېواله نه دي موکه برابرېږي.»
  
د طالبانو ډلې پخوانی غړی سیداکبر آغا هم په دې اړه زیاتوي:«په سوله کې، ځینې کارونه پاتې دي له هغې ډلې د بندیانو د شمېر چې باید بشپړ شي او وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.»

له دې سره همهاله د ملي امنیت شورا وایي چې ډېر ژر به د طالبانو دوه زره نور بندیان هم خوشي شي. 
                   
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وویل:«زموږ له ادرسه ستونزه نشته او اقدامات مو هم کړي دي. خو د طالبانو له ادرسه په خبرو کې ځنډ او د تاوتریخوالي دوام او زیاتوالی دوام لري چې باید له ادرسه یې حل شي.»

خو طلوع نیوز ته سرچینې وایي چې امریکا متحده ایالتونو غوښتي دي چې هغه  نږدې ۲۰۰ طالب بندیان دي نه خوشي کېږي چې د امریکایي ځواکونو په وژلو کې لاس لري.
 
د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند لطیف پدرام  په دې اړه څرګنده کړه:«له طالبانو سره خبرې اترې باید مشخصې وي او موږ باید له طالبانو سره خبرې وکړو چې کله افغانستان ته راځي، څه ډول راځي؟»

تر اوسه افغان حکومت د هغو پنځه زره طالبان بندیانو له ډلې چې باید د هېواد له زندانونو خوشي شي؛ درې زرو نهه تنه خوشي کړي دي؛ او تمه کېږي چې تر راتلونکو ځو ورځو د دوه زره نورو بندیانو په خوشي کېدو سره د افغانانو تر منځ خبرې پېل شي.

تر اوسه افغان حکومت د هغو پنځه زره طالبان بندیانو له ډلې چې باید د هېواد له زندانونو خوشي شي؛ درې زرو نهه تنه خوشي کړي دي.

شریک یي کړئ