په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې خبرو نهم پړاو تېره شپه ناوخته (شنبې شپه د وږي په ۹مه) پای ته ورسېد.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د امریکايي مرکچي پلاوي مشري په غاړي لري، د دغه پړاو د خبرو په پای کې وویل چې هغوی د تړون په درشل کې دي.
خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: «موږ په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو دا پړاو پای ته ورسوه. زه د مشورې لپاره نن (یکشنبې د وږي په ۱۰مه) کابل ته به سفر وکړم.»
هغه زیاته کړه:«موږ د یوې هوکړې په درشل کې یوو تاوتریخوالی به کم او افغانانو ته به لاره پرانیزو، څو د یوې باعزته او پایدارې سولې او یو متحد او ځواکمن افغانستان چې امریکا او متحدین او هېڅ بل هېواد ونه ګواښي، له یو بل سره مذاکراتو ته کېني.»
په ورته مهال په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند، هم ویلي چې د دغه پړاو خبرې پای ته رسېدلي خو تخنیکي موردونه پاتې دي چې دواړه لوري به پر هغه بحث وکړي.
د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو نهم پړاو د زمري په ۳۱مه دوحه کې پيل شو.
ویل کېږي چې خلیلزاد له افغان حکومت له مشرانو سره د هوکړهلیک د متن شریکولو لپاره کابل ته راځي - هغه هوکړهلیک چې له دې مخکې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره هم شریک شوی دی.
د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله تېره شپه له طلوع نیوز سره په یوې مرکه کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده وویل چې د دغه هوکړهلیک متن له دې مخکې له ولسمشر او له هغه سره شریک شوی دی. هغه زیاته کړه شونې ده چې ځينې په دغه هوکړهلیک کې ځينې موردونه بدلون وکړي.