د ناټو سرمنشي ینس سټولټبنرګ له ولسمشر غني او د امریکا له دفاع وزیر سره د یوې ګډې اعلامیې د خپرولو په منظور نن له غرمې مخکې (شنبې د کب په ۱۰مه) کابل ته راغی.
ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک د لاسلیک سره هم مهاله، دغه ګډه اعلامیه په کابل کې صادره شي.
بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دغې اعلامیه کې به ناټو او امریکا له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړي.
ټاکل شوې چې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم کابل ته راشي.
د ناټو سرمنشي نن له غرمې مخکې له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره ولیدل او له هغه سره په لیدنه کې یې وویل:«موږ د افغانستان د وسله وال پوځ لپاره د مرستې او حضور لپاره د خپلو ژمنو پر بنسټ دوام ورکوو. دا حضور په افغانستان د وضعیت او شرایطو په ښه والي پورې تړلي دي او تر هغې مودې موږ د افغان دولت تر څنګ یوو.»
اجراییه ریاست وايي چې د ناټو سرمنشي همدارنګه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیکه هرکلی کړی دی:«هیله لرو چې دا ګام په افغانستان کې سوله او تلپاتې ټیګاو ټیګښت ته زمینه برابره کړي.»
ټاکل شوې ده چې څو ساعته وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي. د ۳۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازي به د دغه هوکړه لیک د لاسلیک مراسمو ته بلل شوي دي.