Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال د قیصاري پر کور د برید حکم وکړ"

د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز وايي چې د نظام الدین قیصارې پر کور د عملیاتو حکم د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ورکړ او له کابله یې ۶۰ تنه د پولیسو ځانګړي ځواکونه هم واستول.

خو د نظام الدین قیصاري پر کور د برید مساله له کومه ځایه پیلېږي؟. کله چې پر نظام الدین قیصاري پورې اړوندو کسانو، د هغه کور د مالکیت دعوا وکړه چې، ویل کېږي، عطامحمد نور ته د نږدې څېرې محمد فرهاد عظیمي دی.

د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز په دې اړه وویل:«په خپله د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ته مو زنګ وواهه چې دلته داسې یو وضعیت دی، څه وکړو؟ وې ویل چې خپل عام او تام چمتووالی ونیسئ ځانګړي ځواکونه درکوم، ولاړ شې کور یې کلابند کړئ او د قانون د حکوم پر مطابق خپل اجراات وکړئ.»

د نظام الدین قیصاري اړوند وسله وال کله چې له نوموړي کوره وایستل شول د نظام الدین قیصاري کور ته ولاړل او قیصاري ته نږدې سرچینې وايي چې، قیصاري د پولیسو له دې کاره په غوصه شو او د یوه لاریون لپاره یې تابیا نیوله؛ خو د شپې په نیمايي کې پولیسو د هغه پر کور برید وکړ.

پر دغه کور د هوايي عملیاتو ترسره کولو جدي پوښتنې راولاړې کړې دي. خو د مزارشریف ښار د ګارنیزیون قومندان محمد نظیر پکتیاوال وايي:«دا یو ښار دی، په ښار کې باید برید د الوتکو برید ونه شي، خو ملي دفاع وزارت ماشاالله داسې پرمختګ کړی، داسې نه ده چې یو راکټ انداخت یې مثل په یوه کور دې ولګېږي او یا ملکي ته تلفات ورسېږي. دا چې زموږ ځواکونه او د پولیسو ځواکونه تو مرګ وژبله ونه رسېږي موږ دا کار کړی او د اورد دنده د پولیسو د مرګ وژبلې مخنیوی دی.»

خو نظام الدین قیصاري اوس چیرې دی؟

د بلخ د څارګرې ملي ادارې مرستیال سید شاه خان څرګندوي:«په مزار شریف کې نه، جوزجان ته تللی دی.»

د نظام الدین قیصاري د کور څلور خواوې لا هم د دولتي ځواکونو تر سخت څار لاندې دی او د بلخ امنیه قومندان وايي چې، د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د څارګرې ملي ادارې مشرتابه غړي، په بشپړه توګه په جریان کې و.

د بلخ د ولايتي شورا مشر وايي په اویایمه لسیزه او همداراز د طالبانو د حاکمیت له ړنګېدو وروسته په مزارشریف ښار کې ډېری ځمکې د زورواکو له لوري غصب شوي او د ځمکو پر سر دعوې لا هم په دغه ښار کې له جنجالي مسایلو شمېرل کېږي.

د بلخ د ولايتي شورا رییس افضل حدید وايي:«یو اندازه ځمکه په دغه پړاو کې غصب شوې ده. او یو ډېر اندازه ځمکه چې مخینه یې اویایمې لسیزې ته رسېږي غصب شوې چې له همدې امله د نورو ولایتونو په پرتله په بلخ کې د غصب موضوع پېچلتیا ډېره ده.»

طلوع نیوز ته سرچینې وايي له کلونو راهیسې د جنرال دوستم او عطامحمد نور د پلویانو تر منځ د جایدادونو پر سر لانجې وې او اوس هم دوام لري.

د افغانستان د اسلامي ملي غورځنګ غړی سیدشمس الدین سادات وویل:«په سلګونه تنه موږ ته راځي او عرض یې کړی چې زموږ ځمکه غصب شوې ده، زموږ کور غصب شوی دا زموږ قباله ده، داسې نه ده موږ ځو له ولایته، له قومندانۍ، له هره ځایه امر اخلو، حتا حوزې ماته وايي چې ځه دا امرونه نه جلېږي، پوښتنه کېږي چې ته جمعیتي یې او که جنبشي نو بالاخره موږ څه وکړو؟»

که څه هم د مزارشریف اوسېدونکي ډېری وخت د جایدادونو پر سر د شخړو شاهدان دي؛ خو اوس نه غواړي په دې اړه څه ووايي. دوی له حکومته غواړي چې دغه موضوع په اساسي توګه حل کړي.

د نظام الدین قیصاري د کور څلور خواوې لا هم د دولتي ځواکونو تر سخت څار لاندې دی.

شریک یي کړئ