Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لندن کې د ناټو سرمشریزه ناسته پیل شوه

په لندن کې د ناټو مشرانو دوه ورځنۍ غونډه چهارشنبې(د لیندۍ په ۱۳مه نېټه) په رسمي توګه پیل شوه.

له ترهرګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د ناټو سازمان ماموریت ددغې غونډې مهم بحثونه دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، ن یکولاس کي د یادي غونډې په تړاو هیله ښودلې چې د امریکا او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولي خبرې اتري به له سره پېلېږي او ښايي یوې نتېجي ته ورسېږي.

نیکولاس کي وايي:«‎د افغانستان لپاره ښه خبر دا دی چې د ناټو ټول ۲۹ هیوادونه دلته حضور لري او د نړۍ د دفاعي ایتلاف اویایمه کلیزه لمانځي، افغانستان داسې ځای دی چې ناټو تراوسه پکې تر ټولو لوي عملیات لرلي دي، په دغه هیواد کې موږ د ناټو ځواک، وحدت او شهرت وینو.»

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی سوله د هر افغان غوښتنه بولي او سولې بهیر د اساسي پرمخ بیولو لپاره د تاوتریخوالي پر کمښت ټینګار کوي.

ښاغلی کي زیاتوي:«دغه کار ته د رسیدو لپاره باید طالبان واقعي جوړجاړي ته لیوالتیا ولري، باید په واقعي توګه تاوتریخوالي کم شي او طالبان ورته ژمنتیا وښيي، هیله لرم د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پیل او دا بهیر پایلې ته ورسیږي، همداراز افغانان هم له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښيني.»

ولسمشرۍ ټاکنې او ددغو انتخاباتو د پایلو څرنګوالی هغه نور مسایل دي چې د ناټو دغه چارواکی پرې ټینګار کوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي:«افغانانو پر ټاکنیزو بنسټونو باور کړی ترڅو اصول تعقیب کړي او په تخنیکي توکه رایې وشمیري او اعتبار ورکړي، ډاډمن یم چې دا کار کوي، خو له خلکو او څارونکو سره هم باید تماس ولري او وښيي چې څه کوي ترڅو پایلې اعلان کړي، په دغه صورت کې به هرڅوک پایلو او د کمیسیون پریکړو ته درناوی وکړي.»

له دې مخکې ناټو په یوه اعلامیه کې ویلي په لندن کې ددغه سازمان د مشرانو په ناسته کې به د ځواکونو د پياوړتیا، د ځمکې، سمندر او هوا ترڅنګ د یوې عملیاتي حوزې په توګه د ستورو پیژندلو، د ترهګرۍ په وړاندې د عمل د پروګرام او په دفاعي برخو کې د پانګونې د انډول په اړه پریکړې وشي.
 
لندن کې د ناټو سرمشریزه ناسته پیل شوه

د ناټو په دوه ورځنۍ ناسته کې به د نورو مسایلو ترڅنګ به له ترهګرۍ سره مبارزه او افغانستان کې د ناټو ماموریت په تړاو هم خبرې وشي

شریک یي کړئ