Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له اداري فساد سره د مبارزې چاره کې د حکومت پر ناکامۍ د سیګر نیوکه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دا ځل د فساد او زورواکو د کړنو په مخنیوي کې د حکومت ناکامۍ په ګوته کوي.

د سیګر په نوي رپوټ کې له اداري فساد سره د مبارزې د تګلارې د عملي کولو لپاره د افغان حکومت توانمني تر پوښتنې لاندې راوستې او دا څېړنې ښيي چې له اداري فساد سره د ملي یووالي حکومت مبارزه په نړیواله معیارونو برابره نه ده.

د سیګر په رپوټ کې راغلي:«موږ وموندله چې افغان حکومت د یوې تګلارې په سمون کې له فساد سره مبارزه او همدارنګه اصلاحات پیل کړي، خو پوښتنه د دغې تګلارې د بشپړ تطبیق لپاره د دغه حکومت توانمني او له فساد سره د مبارزې لپاره د یوه دوامداره ژمنې څرګندول دي.»

سیګر وايي چې افغان حکومت چارواکو له اداري فساد د مبارزې په برخه کې یوازې ۱۰ سلنه ژمنې عملي کړي دي او ملي یووالی حکومت، نه دی توانېدلی چې د زورواکو او فاسدو کسانو مخه ونیسي.

خو اجراييه ریاست وايي، له اداري فساد سره مبارزه ‌ډېر وخت ته اړتیا لري.

د اجرايه رییس مرستیال ویاند امید میثم په دې اړه وویل:«له اداري فساد سره مبارزه ډېر وخت نیسي. خو هغه څه چې ډېر مهم دي دا دي چې دننه په حکومت کې له دغې ښکارندې سره د مبارزې لپاره سیاسي هوډ او اراده شتون لري.»

سیګار د حکومت د فساد ضد پر تګلارې په نیوکې سره وايي له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې د افغانستان د تر ټولو لوی وزارت په توګه د ملي دفاع وزارت رول روښانه نه دی.

د ملي دفاع وزارت د ویاندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش په دې اړه څرګنده کړه:«تراوسه په ټولو سیمو کې چې لازمه ده چې هلته روڼتیا رامنځته شي تراوسه هم اړتیا لرو چې دغو فعالیتونو ته دوام ورکړو.»

د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي له اداري فساد سره مبارزه په ټیټه کچه کې ده خو د حکومت په لوړه کچه دا مبارزه نه تر سترګو کېږي.

د سیګر په رپوټ کې راغلي افغان ځواکونه او د حکومت قضایي برخه د زورواکو له محاکمه کولو ډډه کوي او آن د کورنیو چارو وزارت پخواني جنرالان چې فاسد و، نه دي محاکمه شوي او له زیات شمېر ساتونکو سره په ښار کې تګ راتګ کوي، امنیتي ځواکونه هم د هغوی په نیولو کې پاتې راغلي.

سیګر له فساد سره د مبارزې په کار کې لویه ستونزه په افغانستان کې د فساد په وړاندې د مبارزې په مهمو ادارو کې د فساد کونکو د کار دوام بولي. د سیګر د رپوټ له مخې افغان چارواکو له فساد سره د مبارزې په برخه کې یوازې خپلې لس سلنه ژمنې عملي کړې دي.

سیګر له فساد سره د مبارزې په کار کې لویه ستونزه په افغانستان کې د فساد په وړاندې د مبارزې په مهمو ادارو کې د فساد کوونکو د کار دوام بولي. د سیګر د رپوټ له مخې افغان چارواکو له فساد سره د مبارزې په برخه کې یوازې خپلې لس سلنه ژمنې عملي کړې دي.​​​​​​​

شریک یي کړئ