Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ازاد شویو طالبانو سره مرکه؛ «هیله لرو چې افغانستان هم ازاد شي»

سید انور خیرت اته کاله مخکې له طالبانو سره د همکارۍ په تور په پکتیکا ولایت کې د ملي امنیت له لوري ونیول شو او د کابل څرخي پله بندخونې ته ولېږدول شو.

هغه د طالبانو د سلګونو نورو غړو سره، څو کاله په دغه زندان کې تېر کړل او بالاخره د ولسمشر د فرمان په مهربانۍ سره تېره ورځ له دغه بندخونې ازاد شو.

هغه د بندیانو په منځ کې د «مدیر صاحب» په نوم مشهور دی. خو هغه د دې په اړه چې ولې دغه لقت هغه ته ورکړل شوی څه نه وايي او همدا ټول لېوالتیا نه لري چې د طالبانو به ډله کې د خپلې دندې په اړه څه ووايي.

سید انور خیرت په هغو کلونو کې چې بندي و، له خپلې کورنۍ څخه یې هېڅ احوال نه درلود او اوس هم نه پوهېږي چې کور ته له ستنېدو سره له څه وضعیت سره به مخ شي؛ هر څه ورته مبهم دي - حتا دا چې د امنیتي ځواکونو په وړاندې د جګړې ډګر ته ولاړ شي او که نه:«یو سالم انسان نه غواړي په جګړه، بد وضعیت او ناامنۍ کې ژوند وکړي؛ خصوصاً هغه کسان چې د الله په لار روان دي.

تېره ورځ ۳۲۸ طالب بندیان د کابل د څرخي پله له بندخونې څخه ازاد شول. دغه بندیان چې شمېر یې ۹۰۰ تنو ته رسېږي تېره ورځ د حکومت له بندخونو د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ازاد شول.

د ولسمشر د فرمان پر بنسټ چې د اختر په درې ورځو کې د طالبانو د اوربند په اړه د ښه نیت ښودلو په پار صادر شوی دی، ټاکل شوې ده چې ۱۱۰۰ تنه نور طالب بندیان هم ازاد شي.

ملا فقیر(مستعار نوم) د طالبانو بل غړی دی چې تېره ورځ د کابل د څرخي پله له بندخونې ازاد شو. هغه څو کاله مخکې له طالبانو سره په همکارۍ په هلمند ولایت کې نیول شو.

هغه همدارنګه افغانستان ښکېلاک شوی ګڼي او وايي هیله لري چې یوه ورځ افغانستان ازاد وویني:«ډېری بندیان چې د څرخي پله له زندانه ازادېږي خوشحاله دي. خوشحاله یوو چې افغانستان ازاده شي او ټول د سولې لپاره په افغانستان کې ازاد یوو.»

بل ازاد شوی طالب بندي ملا محمد هم وايي:«زما عمر په جګړه کې ټېر شوی. له هغې ورځې چې زما یادېږي څلوېښت کاله کېږي چې جګړه، بمبارۍ او دا ډول کیسې دي.»

خو د شل کلن فضل ربیع لپاره له بنده ازادېدل چې د جومات موذن او د ښوونځي زده کوونکی و، د زده کړو د وام لپاره یې هیلې زیاتې کړې دي.

هغه وايي:«نور دې جګړه نه وي، پرمختګ دې وي، درس ولولو. زموږ درسونه پاتې دي.»

دغه ازاد کړل شوي طالب بندیان د دې سربېره د خپل د ازادۍ د سند له مهر کولو سره ژمنه کوي چې نور به د جګړې ډګر ته ستانه نه شي. خو لا هم د طالب ډلې د مشرتابه د پرېکړو په تمه دي او ترې غوښتل شوي چې څو ورځې له خپلو کورنیو سره تېر کړي او په تاوتریخوالي لاس پورې نه کړي.

د طالبانو ازاد شوی بندي مسلم افغان وايي:«زموږ مشرانو په خپله لارښونه کړې چې کور ته ولاړ شي، خپل عادي ژوند ته دوام ورکړو جګړې ته نه ځو؛ سوله پایله ورکوي.»
  
شریک یي کړئ