Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره د دغه هېواد نوې طرحه

له افغانستانه د شاوخوا څلور زره نورو امريکايي ځواکونو د اېستلو په تړاو د پنټاګون د هڅو په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته، اوس د دغه هېواد د ولسي جرګې پوځي کمېټې داسې یوه طرحه تصویب کړې چې له مخې به یې، له افغانستانه د څلور زره نورو امریکايي ځواکونو د اېستنې مسله د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو تر پایته رسېدو پورې محدودوي.

د دغې کمېټې د رهبرۍ یوه غړې لېزچيني وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره باید په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې بهیر زیانمن نه شي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«دا یوه حساسه طرحه ده چې پر یوې مهمې مسلې تمرکز لري. په دې اړه چې موږ څه ته اړتیا لرو؛ چې خپل امنیت پیاوړی کړو او په افغانستان کې باید څه ترسره شي. موږ باید ډاډه شو چې په هغه ځای کې د ترهګرو امن ځای نه وي. موږ باید مطیمنه شو چې، کولای شو د ترهګرۍ ضد فعالیتونه ترسره کړو.»

له دې سره سم، ځینې پخواني پوځيان سولې ته د افغانستان له رسېدو مخکې د امریکايي ځواکونو وتل ګواښوونکي بولي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند په دې اړه وویل:«له افغانستانه وتل باید مسوولانه وي؛ ځکه چې امریکا نه یوازې د افغانستان بلکې د خپل ځان د دفاع لپاره افغانستان ته راغلې ده.»

د سیاسي چارو شنوونکی جاوېد جاوېد هم څرګنده کړه:«د ځواکونو وتل کولای شي پر افغانستان بدې سیاسي او امنیتي اغېزې ولري، نو تمه کېږي چې له افغانستانه د امریکایانو وتل مسوولانه وي.»

دمګړۍ امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۸۶۰۰ سرتېري لري او د دوحې د هوکړې پر بنسټ، د دواړو خواوو له لوري د ژمنو په عملي کېدو سره امریکا باید د هوکړې له لاسلیک وروسته په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان خپل ټول پوځیان وباسي.

دمګړۍ امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۸۶۰۰ سرتېري لري.

شریک یي کړئ