د ملي امنیت لوی ریاست وایې، د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د یوه پوځي مسوول، حافظ عمر له نیول کېدو چې په شفیع مشهور دی، د ایران د سپاه پاسدارانو له موټره د ښکته کېدو په حال کې نیولی دی.
یاد ریاست وايي چې حافظ عمر د هرات پوځي کمېسیون د مشرۍ غړیتوب درلود او کرځ ولسوالۍ لپاره د یادې ډلې پوځي مسوول وو.
د ملي امنیت خبرپاڼه کې راغلي دي:«کله چې [تپه سیاه] قرارګاه کې د ایران د سپاه پاسدارانو له موټره ښکته کېدو او خوښتل یې شینډنډ ولسوالۍ ته ولاړ شي او پر ابګردان پاشدان او د هرات لارې کې د ترهګریزو بریدونو د سختیدو لامل شي، ونیول شو.»
ملي امنیت وايي، چې دغه طالب قوماندان د یوه کال راهیسې هرات ولایت کې د ترهګریزو بریدونو مسوولیت درلود.
مخکې له دې د ملي امنیت مرستیال، اجمل بلوچ زاده ولسي جرګې ته د ځواب ویلو ناسته کې ویلي وو چې ایران له طالبانو سره همکاري کوي او وسلې ورکوي.
ایران په وار وار د افغان حکومت لخوا د طالبانو په ملاتړ تورن شوی، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.
مخکې له دې افغانستان ته د سپاه پاسدارانو د قدس څانګې د رییس سفر له پوښتنو سره مخامخ شوی وو.