Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ترهګرو د ولسمشر د غچ اخیستو حس خلک واقعي نه بولي

د سرپل د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ د ناورین له عاملانو څخه د غچ اخیستونو په اړه د ولسمشر وروستۍ څرګندونو توند غبرګونونه راپارولي دي.

خلک وايي چې حکومت، په ځلونو د ترهګرو په ادرس داسې پيغامونه لرلي دي؛ خو تراوسه هېڅ دغه ویناوې په سمه توګه عملي شوې نه دي.

په دغه رپوټ کې په هېواد کې د ترهګریزو پېښو په اړه د ولسمشر ځینې خبرو ته کتنه شوې ده.

له دوه کلونو ډېره موده کېږي چې ولسمشر له هر وسله وال برید وروسته د وسله والو په وړاندې ځینې توند خبرې کوي.

ولسمشر اشرف غني ویلي دي:«پر روغتون برید د افغانستان په ټولو خلکو پر ټولو ښځو برید دی.»

د ولسمشر دغه پیغامونه کله د سولې او جګړې مخلوط دي.

ولسمشر ویلي:«داسې ورځ نه وه چې موږ د سولې پیغام نه وي استولی؛خو له دې سره په ورته وخت کې د الله لارښونه ده که‎چېرې چا در باندې برید وکړ،د بریدګرو په وړاندې ټینګ ودرېږئ.»

خو کله هم دغه خبرې یوازې یو لوری لري.

سوال:«هغه چا ته چې دا کار یې کړی پیغام مو څه دی؟»

د اشرف غني ځواب:«غچ»

په دې تازه‎ګۍ کې د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ میرزااولنګ دره کې، ولسمشر محمد اشرف غني د ملکیانو د وژنې په غچ اخیستو ټينګار کوي.

ښاغلی غني وویل:«ژمنه کوم چې زموږ زړور بچیان او دفاعي او امنیتي ځواکونه به د هغوی غچ واخلي.»

دغو خبرو د وسله والو د ځپلو په اړه د حکومت له تګلارې په اړه بېلابېلو لید لوري رامنځته کړي.

د مدني ټولنې غړی عبدالله احمدي په دې اړه څرګنده کړه:«یا دا چې ولسمشر غواړي د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي،یا دا چې په ملي یووالي حکومت کې د ښي حکومتوالۍ په برخه کې مشخص پروګرام شتون نه‎لري.»

دغه راز، عام وګړي په هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه  پر حکومت کلکې نیوکې کوي.

د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی محمد سلیم وايي:«که‎چېرې واقعیت ووایم، دغه حکومت د دوه افغانیو په ارزښت هم چا ته کار نه دی کړی، خلکو ته یې دورغجنې ژمنې ورکوي او د دروغو په لاره روان دی.»

د کابل اوسېدونکی تمیم هم زیاته کړه:«دولت ژمنه کوي خو عمل شتون نه‎لري.»

زده‎کړیال محمد شعیب هم په دې اړه څرګنده کړه:«دا ټول د دولت بې کفایتي ښيي او دا د دې لامل کېږي چې خلک له حکومت څخه واټن واخلي.»

په دې وروستیو څو ورځو کې د سرپل ولایت میرزاولنګ له درې بېلا بېل رپوټه ورکړل شوي دي.

هغه کورنۍ چې له دغې درې څخه د سرپل مرکز ته بې‎ځایه شوي، وايي بریدګرو سپین او تور بیرغونه لرل،  چې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون يي ملکي وګړي په ډزو ووژل.

شریک یي کړئ