Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له تصویبه وروسته د ماشومانو د ملاتړ قانون پرسر جنجال

په ولسي جرګه کې نن(چهارشنبې د لیندۍ په ۲۰مه نېټه) د ماشومانو د ماتړ قانون په تړاو په داسې حال کې جنجال راپورته شو، چې دغه قانون دوشنبې د یادې جرګې لخوا تصویب شوی.

د دغه قانون له مخې ماشوم هغه چا ته ویل کیږې چې د ۱۸کالو عمر یې نه وي پوره کړی. خو اوس د جرګې یو شمېر غړو پر همدې موضوع جنجال درلود چې جرګې کې د لفظي شخړې لامل شو.

د دغه ۱۶ څپرکي او ۱۰۸ ماده يي قانون، یوازې درېیمه ماده چې هغه د ماشوم د قانوني عمر د ټاکلو لپاره ده اختلاف درلود.

د جرګې یو شمېر غړي په دې اند دې چې دغه قانون د اسلامي ارزښتونو خلاف تصویب شوی، خو نور یې بیا وايي چې دوی د اسلام په نامه د ماشومانو پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي.

د ولسي جرګې ناسته په داسې حال کې بې پایلې پایته ورسېده چې دغې جرګې د مالیې سرپرست وزیر، همایون قیومي هم د پوښتنو لپاره دې جرګې ته وربللی وو.

دغه قانون چې تېر کال د ولسمشر په تقنیني فرمان کې توشیح شوی و، د هغه په درېیمه ماده کې راغلي دي چې ماشوم هغه چاته ویل کېږي چې اتل کلن شوی نه وي.

په ډېریو قوانینو او کنوانسیونونو کې چې افغانستان د هغه رعایت ته ژمن دی او همدارنګه د افغانستان په جزايي کوډ کې هم، هغه کسان چې له اتلسو کم عمر لري، ماشوم پېژندل کېږي.

دغه قانون په تېرو کلونو کې هم دوه ځلې د ولسي جرګې اجنډا ته ولاړ، خو د ماشومانو د قانوني عمر د ټاکو پر سر اختلاف له امله تصویب شوی نه و.

له دې وروسته کله چې دغه قانون ولسي جرګې ته د تایید لپاره ولاړ شي. له ماشومانو د ملاتړ قانون، د ماشومانو حقوق، خوندیتوب، ښوونې او روزنې، ټولنیز مراقبتونه او له ماشومانو د ګټې اخیستو مخنیوی په ځان کې رانغاړي.

په دې لړ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون هم یو له هغو قوانینو دی چې په ولسي جرګه کې له اختلافونو سره مخ شوی او لاهم د تصویب په اجنډا کې نیول شوی نه دی.

د دغه ۱۶ څپرکي او ۱۰۸ ماده يي قانون، یوازې درېیمه ماده چې هغه د ماشوم د قانوني عمر د ټاکلو لپاره ده اختلاف درلود

شریک یي کړئ