د فراه ولایت ځينې اوسېدونکي وايي چې فراه ښار کې امنیتي وضعیت ښه شوی او هغوی له دغه وضعیته خوشحاله دي.
د جګړه ځپلي فراه ښار اوسېدونکي څو اوونۍ کېږي چې نسبي ارامي تجربه کوي. د دغه ښار اوسېدونکی وايي په تېرو څو اوونیو کې په دغه ښار کې امنیتي وضعیت ښه شوی او پر فراه ښار د طالبانو د بیا برید ویره یې له سره وتې ده.
دوی له امنیتي بنسټونو غواړي چې د فراه د امنیتي وضعیت د ښهوالي لپاره خپل عملیات کلیو او ولسوالیو ته پراخ کړي.
د فراه اوسېدونکی نقیب الله په دې اړه وویل:«له څو میاشتو راهیسې، په فراه ښار کې امنیت وضعیت ښهشوی امنیتي ځواکونه هڅه وکړه چې امنیت ټینګ کړي، خو موږ غواړو چې خپلې هڅې زیاتې کړي څو په فراه ولایت کې وضعیت لا ښه شي.»
د فراه اوسېدونکی عبدالستار هم څرګندوي:«اوس په فراه کې امنیتي وضعیت ښه شوی، په تېرو کې ترور ډېر و، خو اوس ښه شوی.»
له دې سره سم، د فراه امنیتي مسوولین وايي طالبانو د فراه ښار په ځینو سیمو کې پټنځایونه درلودل او له هغو ځایونو یې پر خلکو او افغان ځواکونو د بریدونو لپاره تابیا نیوله. دوی همداراز ټینګار کوي چې، د فراه ښار ټولې سیمې او دغه ښار ته نږدې کلي یې د دولت د وسله والو مخالفینو له شتونه پاک کړي دي.
د فراه سیمه ییز مسوولین څرګندوي چې په تېرو دوو کلونو کې پر فراه ښار د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره ډېری پانګوال او سوداګر له دغه ولایته وتي دي. د فراه د څارګرې ملي ادارې مشر د فراه امنیتي وضعیت له ښه والي خبر ورکوي او له فراهي پانګوالو غواړي چې، له دغه ښاره خپلې پانګې ونه باسي.
د فراه د څارګرې ملي ادارې مشر صمد شمس وايي:«له فراه څخه نورو ولایتونو ته خپله پانګه ونه لېږدوي، تر هغې چې په بدن کې مو یو څاڅکی وینه وي، له تاسو ستاتنه کوو.»
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محبالله محب هم وویل:«له دوه میاشتو په لږ وخت، ۱۱۶ کړۍ بېلابېل ماینونه، د فراه ولایت له بېلابېلو برخو کشف او شنډ کړل شوي دي.»
په ورته وخت کې د فراه ولایتي شورا په فراه ښار او ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو د ترسره کېدو غوښتونکې ده. د دغې شورا ځینې غړي وايي د دغه ولایت په ډېریو ولسوالیو کې طالبان لوی او ستر پټنځایونه لري او د دغه ولایت د خوندیتابه لپاره باید د دوی دغه پټنځایونه لهمنځه یوړل شي.
په تېرو دوو کلونو کې پر فراه ښار څو ځلي طالبانو ډلهییز بریدونه کړي. د دغه ښار ځینې سیمې دوه ځلي د طالبانو له لوري نیول شوي هم دي. د دغه ښار ډېری اوسېدونکي د جګړو له ویرې خپلې مینې پرې ايښي او ګاونډیو ولایتونو ته کډه شوي دي؛ خو اوس د فراه امنیتي مسوولین څرګندوي چې د فراه امنیتي وضعیت اوس عادي حالت ته ګرځېدلی دی.