Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له دیني علومو فارغ او د حقوقو زدکړیال «پُله» پلوري

هغه ځوان چې د دیني علومو په څانګه کې یې زده کړې کړې دي او همدارنګه د حقوقو په څانګه کې یې تر درې کاله زده کړې کړې دي، په دولت کې د کار نه موندلو له امله کابل کې پله پلوري.

حمدالله هاشمي چې د کاپیسا ولایت اصلي اوسېدونکی دی، وايي چې له څو میاشتو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په کابل کې ژوند کوي په دې موده کې په کار پسې سرګردانه ګرځېدلی خو موندلی یې نه دی.

په تېرو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر ډېره د عربي ژبې د زده کړې پر ورکولو بوخت و او کله به یې هم ماین پاکۍ ته مخه کړه.

ښوونځي یې د کاپیسا په د محمود راقي ښار کې لوستی دی او د دغه ولایت په دارالعلوم کې یې دیني زده کړې هم کړي دي.

خو نورې زده کړې یې د کابل پوهنتون د حقوقوقو پوهنځي په څلورم کال کې نیمګړې پرېښودې او د کار په لټه یې هر ور وټکاوه.

حمدالله هاشمي په دې اړه زیاته کړه:«هغه کسان چې زما په څېر دي، واسطه نه لري او لیک لوست یې کړی، تحصیل یې کړی، زحمت یې ویستلی وي، خپل عمر یې ضایع کړی؛ موږ نه شو کولای د خپلې خوښې کار پيدا کړو، هغه ونیسي، دې ته اړ کېږي چې ولاړ شې یوه کراچۍ واخلي، یا د چوک سر ته ولاړ شي مزدوري وکړي، یا یو بل کار پيدا کړي چې حلال رزق پیدا کړي.»

د ځوانانو پر وړاندې د ستونزو له منځه وړول او د هغوی ښوونه او روزنه هغه مسایل دي چې حکومت پرې غور کول خپل لومړیتبو بللی دی.

ولسمشر غني هم په پلازمېنه کې د شنبې پر ورځ  د کندهار له ځوانانو سره په لیدنه کې پر دې خبره ټینګار وکړ. 

ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه:«په تېرو وختونو کې ویل شوي وو، چا ویاړ کړی وو، ویلي وو چې په لویې پکتیا کې څو ولسوالۍ دي چې په منځ کې یې یو لوستی هم نشته، هغوی حکومت ساتي چا چې لوی کندهار بې سواده ساتلی، له وطن سره یې جفا کړې، زه دا نه منم.»

په دې لړ کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په تېر یو نیم کال کې سیالۍ ته د شاوخوا څلیرویشت زره څوکیو د وړاندې کولو خبره کوي.

پلو یو شمیرځوانان د خپلو ستونزو په اوارولو په تیره بیا د کارموندنې په برخه کې د حکومت پروګرامونه له پوښتنې سره مخ کوي.

د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون ویاند فرید احمد وویل:«د ګومارنې ټول پړاونه یې بشبړ شوي او څه باندې ۴۰۰ زره کسان په ټول هېواد کې دغو بستونونو ته ځانونه نوماند کړي وو.»

له دې ټولو سره سره حمدالله پر دې باور دی چې د هغه په څېر کسان باید موخې ته د رسېدو لپاره ډېره هڅه وکړي او له هڅو په شا نه شي.

 لکه څرنګه چې نومړي په دغو کلونو کې د ژوندانه له ټولو لوړو او ژورو سره سره د کتابونو لیکلو ته هم مخه کړې او څو کتابه یې له عربې پښتو ته ژباړلې دي او په وینا یې که کومه ورځ یې فرصت وموند دا کتابونه به چاپ کړي.

حمدالله می‌گوید مکتب را در شهر محمود راقی کاپیسا خوانده است و در دارالعلوم همین ولایت، علوم دینی را نیز فرا گرفته است.

شریک یي کړئ