د امریکا متحده ایالاتو په سولې انستیتوت کې له طالبانو سره د احتمالي سولې له راتګ وروسته، د افغانستان د وضعیت په اړه خبرو اترو کې د پنټاګون د پالیسۍ او کړنلاې مشر او ځینو نورو چارواکو برخه اخیستې وه.
په دې خبرو اترو کې چې ګڼو شنونکو او له افغانستان څخه اورځلا اشرف پکې انلاین (پر لیکه) ډول برخه اخیستې وه، د روانې جګړې پر سولهییز حل ټینګار وشو.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د پالیسۍ او کړنلارې مشر مایکل لانګلي وویل، موږ پوهېږو، چې په دې هېواد کې بریا په سیاسي مصالحې پسې تړلې ده.
مایکل لانګلي زیاته کړه: «افغانستان اوس هم زموږ د توجه مرکز دی، موږ پوهېږو چې په دې هېواد کې بریا یوې سیاسي مصالحې ته اړتیا لري، موږ پوهېږو چې طالبان سیاسي حل ته د رسېدو په خاطر باید له افغانستان حکومت سره خبرو اترو ته حاضر شي.»
د پنټاګون پخوانی مرستیال جسون کمبل باور لري، چې طالبان په دریو برخو وېشل شوي، هغه وايي ځينې طالبان سیاسي رول غواړي، ځينې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو جګړه او ځينې نور بیا بل دریځ لري.
هغه وویل: «طالبان درې ډلې دي، یوه ډله په ارام افغانستان کې سیاسي رول غواړي، دویمه ډله د بهرنیو ځواکونو تر ایستلو پورې غواړي جګړه وکړي او دا ډله د خپل بارز رول غوښتونکي دي او درېیمه ډله هغه ده چې هم د افغانستان په راتلونکې کې هم د طالبانو هم د نورو رول ترسره کوي.»
دا خبرې اترې وروسته له هغه کېږي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅو د سولې اړوند خبرو اترو ته هیلې ډېرې کړې دي.
امریکا د سولې انستیتوت د خبرو اترو دې غونډې ته اورځلا اشرف د افغانستان د واحد څېړنیز مرکز مشره هم برخه واله وه، چې په وینا يې ټول افغانان د جګړې پای غواړي.
هغې زیاته کړه: «لویه پوښتننه چې موږ ورسره مخ یو، دا ده چې د سولې په راتګ به د طالبانو ټول ښاخونه مصالحه کې داخل شي؟ د ټولو افغانانو غوښتنه د دې جګړې پای دی.»
ډاکټر زلمی خلیلزاد تېره چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه پرلپسې په قطر کې د طالبانو له استازو سره پر خبرو و، چې په بېرته راتګ سره يې ویلي، «محتاطانه خوشبین» دی.