Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له طالبانو سره خبرو کې د ښځو د حقونو په تړاو اندېښنې

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره، هېلاري کلنټون نیویارک کې د افغان مېرمنو حقونو په تړاو ناسته کې وايي چې افغان مېرمنې د سولې خبرو کې د خپلو لاسته راوړنو له بایللو وېره لري.

نوموړې په هغه ناسته کې چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې د افغان سولې بهیر کې د ښځو ونډې په تړاو نیویارک کې ناسته ترسره کړه خبرې وکړې.

ناسته کې د امریکا د بهرنیو پخوانۍ وزیرې، هېلارې کلنټون او د یو شمېر ښځینه استازې وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې باید افغان مېرمنې ښکېلې وي.

آغلې کلنټون زیاتوي:«د ښځو لپاره حیاتي وخت دی او دوی باید چې د افغانانو ترمنځ خبرو کې ونډه ولري او حقونه یې باید له پامه ونه غورځول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د طالب ډلې د پنځه زره بندیانو د بخښنې او له بنده د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

په همدې حال کې د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي سې‎شنبې(د کب په ۲۰مه نېټه) د فرمان د لاسلیک کېدو موخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل بولي.

په همدې حال کې هېواد کې د بشري حقونو کمېسیون د ټولو طالب بندیانو له ازادېدو سره مخالف دی.

دغه کمېسیون وايي هغه طالبان چې د افغانستان په بندخونو کې د جنايي جرمونو په جرم بندیان دي باید ازاد نه شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون افغان حکومت او امریکا ته د دغو بندیانو د خوشي کولو د څرنګوالي په هکله لیک سپارلی دی، خو هېڅ ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

تر دې مخکې د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي، امریکا ته یې د پنځه زره بندیانو نوملړ ورکړی او یو شرط پکې دادی چې دغه بندیان به یوه دښته او یا هم په زندانونو کې د طالب ډلې له تاییدۍ وروسته ورسپارل کېږي.

شریک یي کړئ