امنیتی سرچینو چهارشنبې (د سلواغې په ۹مه نېټه) ویلي، چې د ملي اردو، ملي پولیسو او سیمه ییزو پولیسو ګډو ځواکونو پر پوستې طالبانو برید کړی چې پایله کې یې ۱۵ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.
د دغو سرچینو په وینا نښته کې ۱۳ نور سرتېري ټپیان دي.
کندز کې امنیتي سرچینې وايي یوه ډله طالبانو تېره نیمه شپه په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو پر پوستې برید وکړ چې په پایله کې ۱۴ د پوځ او یوه ملي پولیس ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینه زیاتوي په ټپیانو کې ۸ د پوځ، دوه ملي او درې سیمه ییز پولیس شامل دي.
دغه سرچینه زیاتوي چې طالبانو د پوځ څلور سرتېري له ځانه سره بېولي دي.
طالبانو د پېښې مسوولیت منلی دی.
دفاع وزارت په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.