Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له طالبانو سره یوه اوونۍ جګړه؛ ۱۷۱ سرتېري وژل شوي او ۲۵۰ ټپيان دي

د امنیتي بنسټونو د شمېرو پر بنسټ، په یوې وروستۍ اوونۍ کې ۱۷۱ دولتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او ۲۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغې اوونۍ په اږدو کې طالبانو د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۲۲۲ بریدونه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په دې اړه وویل:«په تېرې یوې اوونۍ کې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د طالبانو ۲۲۲ مورده خوځښتونو شتون درلود، چې د دغو بریدونو او خوځښتونو له امله ۴۲۲ تنه دولتي ځواکونه شهید او ټپيان شوي دي.»

 د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سیدشاه سقیم هم وايي چې طالبانو د هېواد په ځینو برخو کې د عامه خدمتونو په وړاندې ستونزې رامنځته کړې دي.

هغه زیاتوي:«په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو ته د خدمتونو رسونې په برخه کې تر ډېره د عامه کټو په برخه کې ستونزې رامنځته کړې دي.»             

د امنیتي ځواکونو د شمېرو له مخې له طالبانو سره د امریکا متحده ایالتونو له هوکړه لیک وروسته؛ دې ډلې د هېواد په ځینو برخو کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون څه باندې ۳۵۰۰ پوځي تحرکات کړي دي؛ د هېواد د ملي امنیت شورا دا کار د تاوتریخوالي د کمولو پر وړاندې د دې ډلې د ژمنې ماتول بولي.
   
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په دې اړه څرګنده کړه:«که چېرې داسې یو حالت دوام پیدا کړي، د روانو هڅو او وضعیت په ګټه نه دی او بالاخره دولت هم اړباسي هر چېرته چې طالب برید یا تاوتریخوالی کوي هغه ځایونه په نښه کړي.»

خو ځينې پخواني پوځیان په دې باور دي چې امنیتي ادارې د طالبانو د یرغلي بریدونو پر وړاندې اغېزناک پروګرامونه نه لري.
           
پخوانی پوځي اسدالله ندیم وویل:«غوره ده چې دغه مدیران او دغه بنسټونه د دې پرځای چې خپل وخت د شمېرو په وړاندې کولو تېر کړي؛ عملي ګامونه ترسره کړي.»

د ملي امنیت شورا دغه راز په وروستیو دوو اوونیو کې د طالبانو په بریدونو کې د ۸۹ ملکي وګړو د وژل کېدو او د ۱۵۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی؛ خو طالبان دا ادعا ردوي.
 
د امنیتي ځواکونو د شمېرو له مخې له طالبانو سره د امریکا متحده ایالتونو له هوکړه لیک وروسته؛ دې ډلې د هېواد په ځینو برخو کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون څه باندې ۳۵۰۰ پوځي تحرکات کړي دي.

شریک یي کړئ